دامريکائي خفيه ادارې سنټرل انټلي جنس ايجنسي( سي ائي اى) وينا ده چې عراق اؤ شام کې دموجودې تندروه ډلې دولت اسلاميه دجنگيالو شميره د٢٠ؤ زرو نه نيولې تر ٣١٥٠٠ پورې کيدى شي.
ددغه ادارې يو ترجمان وئيلي دي چې دغه شمير داولنو اندازو نه ډير زيات دى چې پکې ددولت اسلاميه دجنگيالود شمير اندازه ١٠ زره لګول شوې وه.
دسي ائي اى دوياند ترمخه ددې نه په ډاگه کيږي چې سږکال دجون په مياشت کې عراق اؤ دشام په گڼو علاقو دقبضې اؤ دغلته دخلافت داعلان کولو نه پس ددولت اسلاميه له لوري دخلکو په بهرتي کولو کې تيزي راغلې ده.
دزيارت په ورځ دلسو خليجي اؤ عرب ملکونو وزيرانو اراده څرگنده کړې وه چې هغوي ددولت اسلاميه دجنگيالو خلاف دامريکا په مربوط پوځي مهم کې شريکيږي.
جده کې دسعودي عرب عهديدارانو، دخليج مرستندويه کونسل چارواکو، مصر،عراق،اردن اؤ دلبنان استازو اؤ دامريکا دخارجه وزير جان کيري ترمينځ دخبرو نه پس وئيل شوي چې هغوي ټول ددولت اسلاميه په گډون دترهه گرۍ دخطرۍ مخنيوي لپاره يو موټى دي.
غريب عرب سُني ملک ترکي هم مذاکراتو کې برخه اخستې خو دشيعه رياستونو شام اؤ ايران په دغو خبرو کې گډون نۀ کول مينځني ختيز کې فرقه وارانه ويش په ډاگه کوي.
دغونډې نه پس يوه گډه اعلاميه کې دداسې گامونو اخستو فيصله شوې چې يادونه يې دامريکا صدر براک اوبا دشورو په ورځ ددولت اسلاميه دجنگيالو دمقابلې لپاره کړې وه، چې پکې دولت اسلاميه ته دمالي وسيلو په ورکولو کې خنډ، دغيرملکي جنگيالو لاره نيول، دتندلاريتوب دکارروائيو نه اغيزمنو خلکو ته امداد رسول اؤ دتندلارو دانفرت نه دډکو نظرياتو مقابله کول شامل دي.