لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت دې خپلې خاورې نه دترهه گرو ځالې ختمې کړي،پاکستان


ميډيا سره خبرو کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل په سرحدي چيک پوسټونو دحملو کيدو نه پس پاکستان افغانستان ته احتجاج کړى اؤ په دغه ملک يې زور راوړى چې دخپلې خاورې نه دې دترهه گرو خوندي ځالې ختمې کړي.
ميډيا سره خبرو کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل په سرحدي چيک پوسټونو دحملو کيدو نه پس پاکستان افغانستان ته احتجاج کړى اؤ په دغه ملک يې زور راوړى چې دخپلې خاورې نه دې دترهه گرو خوندي ځالې ختمې کړي.

دزيارت په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم په افغان حکومت زور راوړى چې دخپلې خاورې نه دې دترهه گرو خوندي ځالې ختمې کړي.

پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې سږکال دجون په نيمائي کې عمليات پيل کړي اؤ وائي په دغو عملياتو کې يې تر دې دمخه نزدې زر ترهه گر وژلي اؤ دهغوي په سلگونو ځالې يې هم تباه کړي.

پاکستان له دې وړاندې افغان حکومت څخه دشمالي وزيرستان سره دلگيدلې افغان پولې دتړلو اؤ ددغو عملياتو نه دپولې پورې غاړې دتښتيدونکو جنگيالو دنيولو غوښتنه هم کړې.

افغان حکومت ددغو عملياتو په اړه تور لگوي چې پاکستان دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دحقاني ډلې جنگيالي نۀ په نخښه کوي اؤ هغوي ته يې خوندي لاره ورکړې.

پاکستان وائي کيدى شي سيمه کې په لويه پيمانه دپوځيانو دنقل وحرکت په وجه ځينې جنگيالي په تيښته کې بريالي شوي وي خو هغوي دجنگيالو په نخښه کولو کې فرق نۀ کوي.

دپاکستان پوځ دريځ لري چې دپاکستاني طالبانو مشر ملاُ فضل الله دپولې پورې غاړې افغانستان کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى اؤ ددغه ځايې نه دهغوي خلاف کارروايۍ کوي.

افغان حکومت دريځ لري چې دمُلا فضل الله په گډون ترهه گرو ته پناه ورکول دهغوي دحکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارې برخه نۀ ده.

ميډيا سره خبرو کې دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل په سرحدي چيک پوسټونو دحملو کيدو نه پس پاکستان افغانستان ته احتجاج کړى اؤ په دغه ملک يې زور راوړى چې دخپلې خاورې نه دې دترهه گرو خوندي ځالې ختمې کړي.

دشورو په ورځ خارجه دفتر ته يو سينئر افغان ډيپلوماټ راغوښتل شوى ؤ اؤ هغه ته دنهې په ورځ شمالي وزيرستان کې دپولې پورې غاړې نه د وراوښتو جنگيالو لخوا دامنيتي ځواکونو په پوسته په شوې حمله احتجاج کړى ؤ، دغه حمله کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ.

دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل انډيا ته دچيني صدر ددورې سره به په پاک چين تعلقاتو کوم (بد) اثر نۀ پريوځي.

تسنيم اسلم وويل " انډيا ته دچيني صدر دوره به پاک چين تعلقات نۀ متاثره کوي ځکه چې هغه به ډير زر دپاکستان دوره کوي"

هغې وويل جنگ پنگ دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز سره دگل په ورځ دوشنبى کې دشنگهائي مرستيائي تنظيم( ايس سي او) دغونډې په مهال ليدلي وؤ.

له دې وړاندې ددواړو ملکونو حکومتونو ترمينځ دصلاح مشورو وروستو اسلام اباد ته دچين دصدر دغه دوره په داسې حال کې ځنډول شوې وه چې حکومت مخالفه گوندونه پاکستان تحريک انصاف اؤپاکستان عوامي تحريک دتيرې يوې مياشتې نه دزيات وخت راهسې دوزيراعظم نوازشريف دحکومت خلاف په احتجاج بوخت دي اؤ دهغه نه دمستعفي کيدو غوښتنه کوي.

ملک کې دسيلابونو په حواله دخارجه دفتر وياندې وويل چې حکومت تر دې دمه نړيوالې ورورولۍ ته دمدد اپيل نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG