لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکپتانۍ په اړه په لانجمن بيان دشاهد افريدي خلاف دکارروايۍ اشاره


 شاهد افريدي ديو پريس کانفرنس په مهال وئيلي وؤ که چرې دنړيوال کپ لپاره کپتان مقررول پکار دي نو بايدسم داوسه وويل شي ترڅو راتلونکى کپتان دمخکې نه (ورلډ کپ) لپاره خپله تگلاره تياره کړي.
شاهد افريدي ديو پريس کانفرنس په مهال وئيلي وؤ که چرې دنړيوال کپ لپاره کپتان مقررول پکار دي نو بايدسم داوسه وويل شي ترڅو راتلونکى کپتان دمخکې نه (ورلډ کپ) لپاره خپله تگلاره تياره کړي.

دپاکستان کرکټ بورډ چئيرمين شهريار خان دشاهد افريدي له لوري دټيم دکپتانۍ په اړه اوسنى بيان غيرذمه وارانه گرځولى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې هغوي دکپتانۍ نه دمصباح الحق دلرې کولو څه اراده نۀ لري اؤ هغه به په نړيوال کپ کې هم دټيم مشري کوي.

دپي سي بي چئيرمين دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې پاکستاني کرکټر شاهد افريدي ديو پريس کانفرنس په مهال وئيلي وؤ که چرې دنړيوال کپ لپاره کپتان مقررول پکار دي نو بايدسم داوسه وويل شي ترڅو راتلونکى کپتان دمخکې نه (ورلډ کپ) لپاره خپله تگلاره تياره کړي.

لاهور کې دپريس کانفرنس په مهال دپي سي بي چئيرمين شهريارخان په ال راؤنډر شاهد افريدي غصه وښوده اؤ دهغه خلاف يې دانضباطي کارروايۍ اشاره ورکړه.

هغه وويل شاهد افريدي په پريس کانفرنس کې ځينې غيرذمه وارانه خبرې کړي اؤ" مونږ" دې لړ کې دهغه خلاف په کارروايۍ غور کوؤ.

شهريار خان وويل دشاهد افريدي بيان غيرذمه وارانه ؤ اؤ داسې محسوه شوه چې قومي ټيم داړي گړي ښکار دى حالانکې دغسې هيڅ نشته.

هغه د(قومي ټيم) دمشرۍ په حواله دشاهد افريدي اوسنى بيان بدبختي وگرځوله اؤ وې وئيل چې دغسې نۀ وؤ کيدل پکار، هم مصباح به دټيم کپتان وي.

دپي سي بي چئيرمين دمصباح الحق دمشرۍ په اړه دشکونو لرې کولو په مهال وويل چې چاته څه قسمه شک کول نۀ دي پکار ، هم مصباح الحق به ٢٠١٥م پورې دقومي ټيم مشري کوي.

هغه داسټريليا خلاف ددريم يو ورځني ميچ نه دوتلو په اړه دمصباح الحق فيصله دهغه ذاتي فيصله وگرځوله اؤ وې وئيل چې " مصباح دخپل فارم اؤ رنز نۀ کولو په حواله پريشانه ؤ اؤ هغه دټيسټ ميچونو نه مخکې ددمې کولو لپاره ددريم ميچ دنۀ لوبولو فيصله وکړه "

هغه وويل مصباح هيله لري چې دټيسټ ميچونو نه مخکې به هغه خپل فارم ترلاسه کړي اؤ زياته يې کړه چې پي سي بي مصباح الحق ورلډ کپ لپاره کپتان جوړ کړى اؤ دهغه دلرې کولو تاثر غلط دى.

دهغه وينا وه که مصباح په رضاکارانه توگه دقيادت نه دلاس پسر کيدو فيصله کوي نو هغوي به په دې غور کوي.

داسپنر سعيد اجمل په اړه دپي سي بي چئيرمين وويل چې دثقلين مشتاق مطابق داجمل ايکشن ډير ښه شوى.

هغه وويل سعيد اجمل دهائي سپيډ کيمرو په وړاندې دچيک کولو لپاره ليږي اؤ اميد دى چې سعيد اجمل به په ورلډ کپ کې موجود وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG