افغان ځواکونو دزيارت په ورځ وئيلي چې هغوي دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک دوه سينئر مشران نيولي، حقاني نيټ ورک افغانستان کې دنيټو اؤ افغان ځواکونو په ضد بريدونو کې ککړه ډله.
چارواکي وائي چې دافغانستان ملي استخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) دنهې په ورځ دحقاني نيټ ورک دبنياد ايښودونکي جلال الدين حقاني ځوې انس حقاني ديو بل کمانډر حافظ رشيد سره نيولى دى.
داين ډي ايس وياند حسيب صديقي يو بهرني خبري اژانس ته وئيلي " مونږ هيله کوؤ چې ددې دواړو نيول به په نيټ ورک اؤ دهغوي په مرکزي کمانډ نيغ په نيغه اغيزې ولري"
صديقي وويل چې انس دحقاني نيټ ورک په ستراتيژي فيصلو کولو کې يو مهم کردار ادا کړى اؤ خليجي هيوادونو ته دپيسو راټولو لپاره وخت په وخت سفر هم کوي.
په حقاني نيټ ورک تور دى چې دغه ډله دافغانستان په مختلفو برخو کې په نيټو اؤ افغان ځواکونو دحملو ترڅنگ خلک تښتوي اؤ وژني يې.
دحقاني نيټ ورک بنياد جلال الدين حقاني ايښى ؤ اؤ باور کيږي چې دغه ٧٠ کلن تن په پاکستان کې دخپلې کورنۍ سره اوسيږي.
د١٩٨٠ء په لسيزه کې جلال الدين سي ائي اى اؤ پاکستاني استخباراتي ادارو ته نزدې ؤ، په ١٩٩٦ء کې چې کله کابل کې طالبان اقتدار ته ورسيدل نو هغه دهغوي سره ځان شامل کړى ؤ اؤ دملا محمد عمر په مشرۍ يې دکابينې ديو غړي په توگه خدمات ترسره کړي وؤ.
په امريکا دنائن اليون دحملو نه پس چې کله امريکائي پوځونه افغانستان ته ورغلل نو حقاني دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پټ شو اؤ قبائيلي سيمو کې دامريکا ضد کمانډرانو نه يو جوړ شو.
هغه دافغانستان په ختيزه برخه کې تربيتي مرکزونه اؤ القاعده سره نزدې اړيکې لري،دهغه جنگيالي دهيواد په ختيز، جنوب ختيز اؤ پلازمينه کابل کې فعاله دي.
دغه نيټ ورک په عسکري ډول دطالبانو دزيات توان لرونکو ډلو نه حسابيږي اؤ که هر څو په ازادانه ډول خپلې هلې ځلې کوي خو دملا عمر وفادار دي.
تيرکال اسلام اباد کې هم دجلال الدين حقاني يو ځوې ناصرالدين حقاني نامعلومو وسله والو وژلى ؤ.
دجولا ئي مياشت کې چې دافغانستان دپکتيکا ولايت په ارزگان اولسوالۍ کې يوه موټري بم چاؤدنه کې کوم ٤٠ کسان وژل شوي وؤ دهغې پړه په حقاني نيټ ورک اچول شوې.
همدغه شان سږکال دجون په مياشت کې چې دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې عمليات پيل کړل نو دافغان اؤ امريکائي چارواکو په قول گڼ شمير دحقاني دډلې جنگيالي دوزيرستان نه بيرته افغانستان ته وتښتيدل اؤ افغان چارواکو دا تورونه هم لگوي چې پاکستان ددغه ډلې جنگيالو ته خوندي لاره ورکړې.
خو بيا پاکستان وائي دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دتندلارو ترمينځ فرق نۀ کوي اؤ کيدى شي په لويه پيمانه دپوځيانو دنقل وحرکت په وجه ځينې جنگيالي دوړاندې خبر شوي اؤ تښتيدلي وي.