غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان خپل مرکزي ترجمان شاهدالله شاهد لرې کړى اؤ خو تردې مهاله يې دخپلې ترجمانۍ لپاره دکوم نوي نوم اعلان نۀ دى کړى.
دميډيا راپورونو ترمخه پاکستاني طالبانو دغه گام تيره اوونۍ دشاهداله شاهد له لوري عراق اؤ دشام په مختلفو برخو دسُني تندروه تنظيم دولت اسلاميه دمشر ابوبکر البغدادي دخپل خليفه منلو نه وروستو اخستى.
طالبانو وئيلي وؤ شاهدالله شاهد يو داسې نوم دى چې دهغوي دترجمان لپاره مخصوص دى اؤ دلرې کړل شوي طالب وياند اصل نوم شيخ مقبول ؤ.
پاکستاني طالبانو دافغان طالبانو دامير ملا محمد عمر سره دخپلې وفادارۍ اراده تکرار کړې ده.
شاهدالله شاهد په ١٥م اکتوبر ټي ټي پي ډله پريښودې وه اؤ ميډيا ته په ليږل شوي يو بيان کې دطالبانو پخواني ترجمان اعلان کړى ؤ چې هغه اؤ پينځه نور کمانډران يې البغدادي خپل خليفه تسليموي ، په دغه مهال شاهدالله شاهد خپل نوم ابوعمر په الخراساني شهرت لرونکى ښودلى ؤ.
دولت اسلاميه دنړيوال امن لپاره يوه خطره گڼلى شي اؤ دغه تندروه ډلې په نورو علاقو دقبضې کولوسره دغلته دخپل خلافت قائمولو دړکه هم کړې ده
تجزيه کار دطالبانو نه ديادو شوؤ تندروه کمانډرانو بيليدل دافغان طالبانو دمشر ملا محمد عمر اؤ القاعده دايمن الظواهري لپاره يوه ضربه گرځوي.
تيرو ورځو کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ اقتصادي مرکز کراچۍ کې ددولت اسلاميه په اړه تعارفي مواد اؤ په ديوالونو دهغوي په حق کې دنعرو ليکل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي وؤ.
خو پاکستاني چارواکي په ملک کې ددولت اسلاميه موجودگي ردوي اؤ وائي چې دهغوي وسله وال پوځونه دترهه گرو خلاف بغير دفرق نه په عملياتو کې بوخت دي.
دپاکستان پوځ سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د١٢٠٠ؤ نه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې اؤ ددغه کارروايۍ شروع کيدو نه پس دطالبانو مختلفو ډلو کې داختلافونو خبرونه هم مخې ته راغلي.