لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان ته وئيلي ټول ترهه گر لۀ امتياز پرته په نخښه کوي


 سرتاج عزيز حنيف اتمر په ډاگه کړې چې بي بي سي سره اوسنۍ مرکه کې دهغه دڅرگندونو دسياق وسباق نه بغير حواله ورکړل شوې ده.
سرتاج عزيز حنيف اتمر په ډاگه کړې چې بي بي سي سره اوسنۍ مرکه کې دهغه دڅرگندونو دسياق وسباق نه بغير حواله ورکړل شوې ده.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز خپل افغان سيال حنيف اتمر سره دزيارت په ورځ ټيليون خبرو کې هغه ته په ډاگه کړې چې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې ټول ترهه گر پرته له کوم فرق څخه په نخښه کولى شي.

سرتاج عزيز بي بي سي ته وئيلي وؤ پاکستان هاغه تندلاري نۀ په نخښه کوي چې ددغه هيواد دسلامتۍ لپاره خطره نۀ ده.

دسرتاج عزيز په دغه بيان دهغه سياسي مخالفينو اؤ ټولنيزې ميډيا لخوا سختې نيوکې شوې وې، سرتاج عزيز دغه څرگندونې په داسې حال کې کړې وې چې دپاکستان په جاسوسي ادارې دښو اؤ بدو طالبانو داصولو دپيروۍ تور لگول کيږي.

دپاکستان خارجه دفتر هم دسرتاج عزيز په دغه بيان خپل ردعمل کې وئيلي وؤ چې دسرتاج عزيز بيان دسياق وسباق نه بغير اخستل شوى ؤ.

سرتاج عزيز حنيف اتمر په ډاگه کړې چې بي بي سي سره اوسنۍ مرکه کې دهغه دڅرگندونو دسياق وسباق نه بغير حواله ورکړل شوې ده.

دوزيراعظم صلاح کار وويل چې دترهه گرۍ په ضد دپاکستان ژمنه واضحه ده اؤ زياته يې کړه چې شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب په مهال ټول ترهه گر پرته له کوم فرق څخه په نخښه کولى شي.

خپل افغان سيالي سره په دغو ټيليفون خبرو کې سرتاج عزيز هغه ته تيره اوونۍ دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف اؤ افغان صدر اشرف غني ترمينځ دهاغه اصولي پريکړې يادونه هم وکړه چې پکې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه چې دواړه ملکونه به خپله خاوره ديو بل خلاف استعماليدو ته نۀ پريږدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG