لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي پوځ په ډزو پاکستانى پوځي وژل شوى، ائي ايس پي ار


 دهندي ځواکونو په ډزو دپاکستاني پوځي دوژل کيدو دغه پخلى دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دزيارت په شپه جاري شوي بيان کې شوى دى.
دهندي ځواکونو په ډزو دپاکستاني پوځي دوژل کيدو دغه پخلى دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دزيارت په شپه جاري شوي بيان کې شوى دى.

دپاکستان پوځ وائي دهند اؤ پاکستان ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه ( لا ئن اف کنټرول) دهندي ځواکونو په ډزو يو پاکستانى پوځي وژل شوى دى.

دهندي ځواکونو په ډزو دپاکستاني پوځي دوژل کيدو دغه پخلى دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دزيارت په شپه جاري شوي بيان کې شوى دى.

دبيان ترمخه دهندي ځواکونو په ډزو پاکستانى عسکر دپاکستان دانتظام لاندې کشمير دمظفراباد سره نزدې په پانډو سيکټر کې وژل شوى اؤ پاکستاني پوځ هم دهندي ډزو کوټلى ځواب ورکړى.

خو دهند له لوري ددغه تازه پيښې په اړه تر دې مهاله کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى

له دې وړاندې هم پانډو سيکټر کې په لا ئن اف کنټرول دډزو يوه پيښه رامينځته شوې وه خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ وه اوښتې.

دپاکستان اؤ هند ترمينځ دتيرو دوؤ مياشتو راهسې په لا ئن اف کنټرول تاؤتريخوالي کې اضافه راغلې چې ورسره ددواړو هيوادونو اړيکې هم تاؤژنې شوي دي.

ددواړو ملکونو ترمينځ دډزو په دغو پيښو کې تر دې مهاله د٢٠ؤ نه زيات کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف امريکا ته دخپل اوسني سفر په مهال تور لگولى چې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ دهندي کارروائيو له امله دتندلارو په ضد دپاکستاني پوځ عملياتو کې خنډان راپورته شوي.

ددواړو هيوادونو ترمينځ ٢٠٠٣م کې داوربند يو تړون هم شوى ؤ چې وخت په وخت پاکستان اؤ هند په يو بل ددغه تړون دسرغړونې تورونه لگوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG