لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه کې وسله والو دپوليو څلور کارکوونکي ووژل

 دپوليسو ترمخه وسله والو کسانو دپوليو په ډله ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ددريوؤ ښځو په گډون څلور کسان په موقع مړۀ شول اؤ دحملې نه پس بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي دي، دپيښې دښکار شوؤ کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوي دي.

دشورو په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دسرښار کوئټې په ايسټرن بائي پاس سيمه کې وسله والو کسانو دپوليو په ډله حمله کړې چې په نتيجه کې يې د دريوؤ ښځو په گډون دپوليو څلور کارکوونکي وژل شوي اؤ يو تن ژوبل شوى دى.

دپوليسو ترمخه وسله والو کسانو دپوليو په ډله ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې ددريوؤ ښځو په گډون څلور کسان په موقع مړۀ شول اؤ دحملې نه پس بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي دي، دپيښې دښکار شوؤ کسانو مړي دپوسټ مارټم لپاره دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوي دي.

دحملې نه پس دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې دپوليسو اؤ فرنټئير کور عسکر رسيدلي اؤ پلټنې يې پيل کړي، ددغه ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې.

له دې وړاندې روانه مياشت کې دبلوچستان په ١١ؤ ضلعو کې په سختو امنيتي تدابيرو کې دپوليو ويکسينيشن کيمپئين پيل کړل شوى ؤ ، چې ترمخه به يې دپينځوؤ کلونو نه دکمر عمر 238,000 ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي قطرې اچولى شي.

دبلوچستان په کومو ضلعو کې چې دپوليو دمخنيوي کيمپئن پيل شوى ؤ په هغې کې کوئته، قلعه سيف الله ، قلعه عبدالله ، شيراني، ژوب، پشين، لورا لا ئي، نصيراباد، جعفراباد اؤ لسبيلا شامل دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG