لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چاته به په سرکاري ادارو دحملو اجازت نۀ ورکوؤ، چوهدري نثار


. اسلام اباد کې دپوليسو ديوې دستورې ته دوينا نه پس ميډيا سره خبرو کې داخله وزير وويل چې ظاهرينو ته به زياتې حساسې سيمې( ريډزون ) ته دداخليدو اؤ دقانون پخپلو لاسونو کې داخستو اجازت نۀ ورکوي.
. اسلام اباد کې دپوليسو ديوې دستورې ته دوينا نه پس ميډيا سره خبرو کې داخله وزير وويل چې ظاهرينو ته به زياتې حساسې سيمې( ريډزون ) ته دداخليدو اؤ دقانون پخپلو لاسونو کې داخستو اجازت نۀ ورکوي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په ٣٠م نومبر دتحريک انصاف له لوري اسلام اباد کې سياسي جلسې ته په اشارې کولو سره وئيلي دي چې حکومت به د پرامنه سياسي هلو ځلو کې خنډ نۀ اچوي خو چاته به په پارليمنټ يا سرکاري ادارو دحملې اجازت هم نۀ ورکوي.

حکومت مخالفه سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف سږکال د١٤م اگست څخه دتيرکال انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلې خلاف په احتجاج بوخت دى اؤ وزيراعظم نواز شريف نه داستعفا غوښتنه کوي اؤ په حکومت دفشار سيوا کولو لپاره يې دروانې مياشتې په ٣٠مه نيټه اسلام اباد کې ديوې لويې سياسي جلسې کولو اعلان کړى دى

. اسلام اباد کې دپوليسو ديوې دستورې ته دوينا نه پس ميډيا سره خبرو کې داخله وزير وويل چې ظاهرينو ته به زياتې حساسې سيمې( ريډزون ) ته دداخليدو اؤ دقانون پخپلو لاسونو کې داخستو اجازت نۀ ورکوي.

داخله وزير وزير دعوه وکړه چې پي ټي ائي ډي چوک کې دجلسې کولو لپاره ضلعي انتظاميې نه اجازت غوښتى خو هغوي به تر سبا پورې پريکړه وکړي چې هغوي ته پخپل تجويز کړل شوي ځايې کې دجلسې کولو اجازت ورکړل شي که نه.

چوهدري نثار وويل اسلام اباد کې اوس مهال هم دفعه ٢٤٥ نافذ ده اؤ په سلگونو پوځي ځوانان اؤ امنيتي اهلکار بيدار دي چې دضرورت په پيښيدو کله هم راغوښتل کيدى شي، هغه وويل که ضرورت پيښ شو نو په اولني ځل به واټر کينن هم استعمالولى شي.

هغه په ډاگه کړه چې دفرنټئير کانسټيبلري( ايف سي) اؤ پوليس اهلکار دنورو ښارونو نه راغوښتل شوي تر څو دحکومتي اؤ رياستي ادارو تحفظ باوري شي اؤ دغو عسکرو ته هدايت شوى چې دمظاهرينو خلاف دې کوتکماري نۀ کوي.

دکورنو چارو وزير دعوه وکړه چې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو نه راپديخوا ملک کې دترهه گرۍ پيښو کې کمى ليدل شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG