لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله پوښتنه کوي کۀ ټوپکې ويشل اسان دي نو کتابونه ويشل ولې گران دي؟


د ملاله ددغه تقرير په ټوله نړۍ په ځانگړي ډول دپاکستان دننه د ملالې پلرنۍ سيمه سوات اؤ شانگله کې خلکو په ډيره دلچسپۍ اوريدلى
د ملاله ددغه تقرير په ټوله نړۍ په ځانگړي ډول دپاکستان دننه د ملالې پلرنۍ سيمه سوات اؤ شانگله کې خلکو په ډيره دلچسپۍ اوريدلى

دنړۍ لمړۍ کم عمره پښتنې ميرمن ملاله يوسفزئ د سولې د نوبل جائزې ترلاسه کولو دستورې ته دخپلې وينا په مهال ددنيا دطاقتورو اؤ بااثرو ملکونو نه پوښتنه کړې ده چې داسې ولې ده چې ټوپکې ويشل اسان دي اؤ کتابونه ويشل گران ، ټينک جوړول اسان دي خو سکول جوړول گران دي؟

ملالې يوسفزئ وويل زۀ په دې خبره ډير وياړ کووم چې داولنۍ پښتنې، داولنۍ پاکستانۍ اؤ داولنۍ کم عمره شخص په توگه دا ايوارډ ترلاسه کووم

. ملالې وويل په دې خبره هم ډيره خوشحاله يم چې مونږ( ملاله اؤ ستهيارتي) په يو ځايې اودريدلى اؤ نړۍ ته ښودلى شي چې يو هندوستانى اؤ پاکستانۍ دامن لپاره يو موټى کيدى اؤ دماشومانو دحقونو لپاره په شريکه کار کولى شي

د ملاله ددغه تقرير په ټوله نړۍ په ځانگړي ډول دپاکستان دننه د ملالې پلرنۍ سيمه سوات اؤ شانگله کې خلکو په ډيره دلچسپۍ اوريدلى اؤ دپاکستان ټي وي گانو نيغ په نيغه ښودل چې ځلمي ، د پاخۀ عمر خلک اؤ بوډاگان دملالې په دغه تقرير د خوشحالۍ چکچکې کوي.

په دستوره د تقرير په مهال ملاله يوسفزئ بيخي په زړورتيا سره د تعليم اؤ امن په ارزښت غږيدله اؤ ددستورې برخه والو چې پکې ملاله سره يو ځايې په گولو لگيدلې دوه نورې پښتنې پيغلې شازيه اؤ کائنات هم شاملې وې د ملاله په وينا لاسونه پړقول

دا ايوارډ يواځې زما لپاره نۀ دى، دا دهاغو هير کړل شوؤ ماشومانو لپاره دى څوک چې تعليم غواړي، دا دهاغو ويريدلو ماشومانو لپاره دى څوک چې امن غواړي، دهاغو بې غږو ماشومانو لپاره دى څوک چې بدلون غواړي

ملالې وويل زۀ دلته دهغوي دحقونو لپاره يم، دهغوي دغږ پورته کولو دپاره، دا دهغوي سره دخواخوږۍ ښودلو وخت نۀ دى، دا دعمل کولو وخت دى ترڅو مونږ دپاره دا هاغه وخت جوړ شي چې مونږ دتعليم نه محروم ماشوم په وروستي ځل ووينو

زۀ دنوبيل انعام دملاله فنډ ته وقف کووم ترڅو هاغه ځايې کې معياري تعليم ترلاسه کولو کې دجينکو مرسته وشي، هاغه اولنى ځايې چرته چې به دا فنډ ځي هاغه دى چرته چې زما زړۀ دى، پاکستان کې دسکولونو جوړيدل ، په ځانگړې توگه زما کور سوات اؤ شانگله

هغې وويل ددنيا په هر گوټ کې امن، ښځو ته برابر حقونه ورکول اؤ هر ماشوم ته دتعليم ورکولو خواهش لري.

ملالې وويل خپله قيصه ددې دپاره نه اوروي چې گنې هغه ناوياته ده بلکې ددې دپاره يې اوروي چې دا دهرې ماشومې قيصه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG