لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړيوالې ورورولۍ لخوا پيښور کې دسکول په ماشومانو دحملې غندنه


امريکائي سفير وائي ضروري خبره دا ده چې امريکا اؤ پاکستان سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره په شريکه کار دوامداره وساتي.
امريکائي سفير وائي ضروري خبره دا ده چې امريکا اؤ پاکستان سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره په شريکه کار دوامداره وساتي.

نړيوالې ورورولۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په انتظام کې په چليدونکې سکول دترهه ګرو له لوري دشوې حملې غندنه کړې اؤ ځپلو کورنو سره يې ديووالي څرګندونه کړې ده.

پيښور کې شوې دغه حمله کې دچارواکو ترمخه ١٢٦ ماشومان وژل شوي دي اؤ دسلو نه زيات نور ژوبل شوي هم دي.

اسلام اباد کې جاري شوي يو بيان کې رچرډ اولسن وائي چې امريکا په بې ګناه طالب علمانو اؤ علم ترلاسه کوونکو ددې بې حسه اؤ غيرانساني حملو غندنه کوي اؤ دپاکستان اولس اؤ دترهه ګرۍ په ضد دجګړيدونکو ټولو خلکو سره اودريږي

امريکائي سفير وائي ضروري خبره دا ده چې امريکا اؤ پاکستان سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره په شريکه کار دوامداره وساتي.

اخوا دهند وزيراعظم نريندر مودي هم پيښور کې په ماشومانو دترهه ګرو له لوري دشوې حملې غندنه کړې اؤ دا يو بزدلانه فعل ګرځولى دى.

نريندر مودي غم ځپلو سره ديو والي څرګندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هند غم ځپلو سره ددې ظالمانه حملې درد شريکوي.

افغان صدر اشرف غني پيښور کې دسکول په ماشومانو دحملې غندنه کړې اؤ دخداې (ج) نه يې دځپلو کورنو لپاره دصبر دعا کړې ده

دجرمني دبهرنو چارو وزير فرينک والټر دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دسکول په ماشومانو شوې حمله مجرمانه اؤ بزدلانه ګرځوې اؤ ددې غندنه يې کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG