لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف:دترهگرۍ په ضد جگړه کې پشا دتگ گنجائش ختم شوى


ښاغلي شريف وويل د ترهگرو په نيټ ورک ختمولو کې ضرب عصب عملياتو مهم کردار اداکړى
ښاغلي شريف وويل د ترهگرو په نيټ ورک ختمولو کې ضرب عصب عملياتو مهم کردار اداکړى

دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف وئيلي هيواد يې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې ډيرې قربانۍ ورکړي اؤ دغه قربانۍ به هيڅکله ضائع کيدو ته نۀ ورکوي بلکې د ترهگرۍ خلاف جگړه به پوره په توان اؤ عزم سره په مخکښې وړل کيږي.

د شورو په ورځ پيښور کې د پارلمان د ټولو گوندونو گډې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم ميانوازشريف وويل په پيښور کې چې د ترهگرۍ کومه ناوړه پيښه رامينځته شوه د پاکستان اؤ نړۍ په تاريخ کې يې مثال نۀ موندل کيږي .

هغه وويل د ترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان په زرگونو وگړي بائيللي ، بې کچه قربانۍ يې ورکړي ، زخمونه يې خوړلي اؤ د ١٠٠ بلين ډالرو نه زيات اقتصادي نقصان يې زغملى دى اوس ددغو ټولو قربانو ضائع کيدل نه دي پکار اؤ نۀ به ضائع کيږي .

هغه وويل کله چې يې د حکومت واگې سمبال کړې نو د ترهگرۍ مخنيوي دپاره يې دټولو گوندونو سره مشوره وکړه اؤ ټولو ورته وويل چې امن بايد د مذاکراتو د لارې پځايې کړل شي اؤ دغسې تندلارو سره دخبرو اترو لړۍ پيل شوه خو ددغو خبرو په دوران کې ترهگرو د خپلې ورانکارۍ نه لاس وانۀ خستو.

هغه وويل د ترهگرو د ناوړه عملونو په نتيجه کې پريکړه وشوه چې ددوئ خلاف دې عمليات وکړل شي خو مونږ بيا امن ته يوه موقعه ورکړه اؤ د خبرو د لارې مو دستونزې هواري ته ترجيح ورکړه خو ورانکاري بيا هم د خپلې ورانکارۍ نه قلار نه شول .

هغه وويل په وروستي ځل ټولو گوندونو په شريکه پريکړه وکړه چې نور بايد ترهگرو سره د خبرو دروازې وتړل شي اؤ په ضد يې کوټلي عمليات پيل کړي شي اؤ د ضرب عصب په نوم عمليات د ټول قام په غوښتنه پيل کړل شوي دي .

وزيراعظم نوازشريف وويل ضرب عصب عملياتو کې پوځي ځوانان د ملک دامن دخاطره درنې قربانۍ ورکوي اؤ دغه عمليات په کاميابۍ په مخ روان دي ،

ښاغلي شريف وويل د ترهگرو په نيټ ورک ختمولو کې ضرب عصب عملياتو مهم کردار اداکړى اؤ هر کله چې دا اپريشن منطقي انجام ته رسي نو په نتيجه کې به يې دائمي امن هم قائميږي .

وزيراعظم په ټولو خواؤ غږ وکړو چې دترهگرۍ په ضد کومه جگړه په مخ روانه ده هغې کې بايد پرون پيښور کې د وژل شوؤ ماشومانو څهرې مخې ته کښيږدو اؤ هيره نۀ کړو چې دوئ زمونږ د گلونو پشان ماشومان په مخونو په گولو ويشتي دي ، کۀ چرې دخپلو دې ماشومانو څهرې مو مخې ته وي نو دا جنگ به ښه جذبه په وړاندې لاړ شي.

د وزيراعظم په وينا هسې هم ددې جنگ نه د وروستو کيدو گنجائش مونږ سره نه دى پاتې شوى ځکه چې واړۀ ماشومان يې په مخونو وويشتل ، دپاکستان تاريخ کې ددې نه ناوړه واقعه بله نه شي رامينځته کيدى

ميا نوازشريف وويل افغانستان ورته د ترهگر په ضد روانه جگړه کې باور ورکړى چې خپله خاور به د ترهگرۍ د مقصدونو دپاره کارولو ته نۀ ورکوي

هغه وويل کله چې مو دپاکستان د سفر په مهال د افغانستان صدر اشرف غني سره خبرې وشوې ورته مو وويل تاته يوه ښه موقع په لاس درغلې ده اؤ بايد ددې موقعې څخه په استفادې کولو مونږ په يوه ليکه ودريږو.

دوزيراعظم په وينا دافغانستان صدر هم دترهگرۍ په ضد جگړه کې پرعزم ؤ اؤ پاکستان ته يې وويل چې په يوه ليکه د ودريدو نه زيات د يو کيدو پلوى دى اؤ دغسې وټاکل شوه چې دواړه ملکونه به خپله خاوره کله هم د ترهگرۍ د مقصدونو دپاره د ورانکارو منگولو ته نۀ ورکوي .

ميانوازشريف وويل پاکستان اؤ افغانستان چې د ترهگرۍ په ضد په کومو فيصلو يوه خوله شوي دي اوس په هغې عمل پکار دى ، بايد دغه پريکړې د مايوسۍ شکل اختيار نۀ کړي .

هغه وويل پاکستان د خپله اړخه د ورانکارو په ضد عمليات کوي اؤ افغانستان دې هم ورانکاري پرې نۀ ږدي چې د خلکو ژوند گډ وډ کړي .

هغه وويل پيښور کې د رامينځته شوې غمژنې پيښې څخه وروستو دترهگرۍ په ضد د جگړې لا پياوړې کولو په غرض افغان صدر اؤ د ايساف کمانډر سره خبرو دپاره دپاکستان د پوځ سرلښکر کابل ته روان شوى اؤ هغوئ به اعتماد کې اخلي .

وزيراعظم په دغه موقعه داهم وويل چې د پوځ سرلښکر ورته پرون پيښور کې وئيلي وؤ چې نيول کيدونکو ترهگرو ته د عدالتونو لخوا کومې سختې سزاگانې نۀ ورکړى کيږي اؤ دهغوئ کيسونو کې د کمزوري تفتيش اؤ نرمو سزاگانو له امله چې کله هغوئ د زاندانونو څخه خوشي نو بيا دترهگرو ليکو ته ورکډيږي . ځکه نو دپاکستان ټولو گوندونو ته به په دې اړه کومه غوڅه پريکړه کول وي ،

له دې وړاندې ميډيا راپورونه ورکړي وؤ چې دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف د ترهگرۍ په کيسونو کې دپاکستان دننه دپهانسۍ په سزا لگيدلى قدغن پورته کړى اؤ ددې په نتيجه کې به اوس ممکن شي چې دپاکستان په بيلابيلو زندانونو کې قيد د زرو څخه زيات ترهگر په دار وځړول شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG