لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور سانحه : عمران خان ددهرنې ختمولو اعلان وکړو


 اسلام اباد کې عمران خان خپلو پلويانو ته دوينا په مهال وويل پيښور کې دتيرې ورځې دپيښې نه پس موجوده حالات ددې خبرې تقاضا کوي چې دا وخت دسياست نۀ بلکې ديو والي دى.
اسلام اباد کې عمران خان خپلو پلويانو ته دوينا په مهال وويل پيښور کې دتيرې ورځې دپيښې نه پس موجوده حالات ددې خبرې تقاضا کوي چې دا وخت دسياست نۀ بلکې ديو والي دى.

پاکستان کې حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف دشورو په ورځ د١٢٦ؤ ورځو راهسې ټول ملک کې دوزيراعظم نواز شريف دحکومت په ضد د شروع کړل شوې دهرنې احتجاجونو دختمولو اعلان کړى دى.

اسلام اباد کې عمران خان خپلو پلويانو ته دوينا په مهال وويل پيښور کې دتيرې ورځې دپيښې نه پس موجوده حالات ددې خبرې تقاضا کوي چې دا وخت دسياست نۀ بلکې ديو والي دى.

عمران خان وويل زما زړۀ خو نۀ ؤ چې دنوازشريف په بلنه ټول گونديز کانفرنس کې برخه واخلم خو دحالاتو په وجه مې پکې گډون وکړو

عمران خان وويل نوازشريف ته يې باور ورکړى چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به دحکومت کوټلى ملاتړ کوي.

دپي ټي ائي مشر وويل نني کانفرنس کې چې دکومې کميټۍ اعلان شوى هغې کې به دتحريک انصاف استازى هم شامل وي.

عمران خان وويل دتيرو څلورو مياشتو راهسې دروانې دهرنې په نتيجه کې ټول قام اؤ په ځانگړې توگه ښځې ويښې شوي.

هغه وويل اى پي سي کې دپيښور کورکمانډر دموجوده صورتحال اؤ حقيقتونو نه خبر کړى چې ترې معلومه شوه چې دې حالاتو کې هغوي ته يو والى پکار دى.

په دې موقع عمران خان هيله وکړه چې نوازشريف به دعدالتي کميشن ژمنه پوره کړي اؤ دتيرکال انتخاباتو کې ددهاندلۍ پلټنې وکړي، ځکه چې حکومت سره په دغه هر څه پريکړه شوې وه اؤ که چرې نوازشريف ثابته کړه چې انتخاباتو کې دهاندلي نۀ وه شوې نو هغه به وزيراعظم ومني گنې بل صورت کې به حکومت ته دمينځنۍ مودې انتخابات کول وي.

هغه وويل حکومت دې په فوري توگه مذاکرات شروع کړي ، نوازشريف دې قدم راوړاندې کړي ، هغوي به ترې کومه ناجائزه غوښتنه نۀ کوي اؤ کۀ چرې ورته معلومه شوه چې حکومت دخپلې خبرې نه شاته شو نو يوځل بيا بيا هم سړکونو ته را اوځي.

عمران خان وويل قوم ته پته ده چې هغوي دانصاف ترلاسه کولو لپاره ډيرې هڅې وکړې،دا دهغوي حق ؤ چې ددې لپاره يې هره دروازه وټکوله اؤ په اخره کې يې دهيواد دبندولو پريکړه وکړه.

هغه وويل دملکي حالاتو په تناظر کې يې ددهرنې ختمولو فيصله وکړه ، دا وخت دمخالفت نۀ دى بلکې ملک ته ديو والي ضرورت دى، دترهه گرۍ دختميدو صورت کې به ملک په وړاندې ځي.

هغه وويل سياسي اختلافات يو اړخ ته خو دماشومانو په وژنه ټول يو دي، عمران خان ددهرنې دبرخه والو مننه ادا کړه اؤ وې وئيل ددهرنا ورکوونکو په هلو ځلو مبارکي وړاندې کوي .

عمران خان دعوه وکړه چې دهغوي دهلو ځلو په نتيجه کې ملک بدل شوى اؤ قوم کې شعور راغلى، دجمهوريت په دې هلو ځلو کې چې خلکو کومې قربانۍ ورکړي هغه به يو صورت کې هم ضائع کيدو ته نۀ پريښودل کيږي اؤ دانصاف نه بغير به په ارام نۀ کښيني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG