لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: دپينځوؤ کسانو دمرگ سزا دبرقراره ساتلو پريکړه


 جج جسټس ارشد تبسم دگل په ورځ ددغو پينځوؤ بنديانو په سزا دعمل درامد اودرولو امر کړى ؤ خو وزيراعظم دغه عدالتي پريکړه دوفاقي حکومت له لوري چيلنج کړې وه.
جج جسټس ارشد تبسم دگل په ورځ ددغو پينځوؤ بنديانو په سزا دعمل درامد اودرولو امر کړى ؤ خو وزيراعظم دغه عدالتي پريکړه دوفاقي حکومت له لوري چيلنج کړې وه.

دلاهور هائيکورټ دراولپينډۍ بينچ دمرگ دسزا موندونکو پينځوؤ بنديانو په سزا دعمل درامد داحکاماتو په ضد حکومتي اپيل منظور کړى دى.

کال ٢٠٠٢ء کې گجرات سيمه کې په يو پوځي کيمپ دحملې دجرم په ثابت کيدو احسان عظيم، عمر نديم، اصف ادريس، کامران اسلم اؤ عامر يوسف نومې کسانو ته دمرگ سزا اورول شوې وه.

دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دترهه گرو له لوري په ارمي پبلک سکول حمله کې د١٤١ؤ استاذانو اؤ طالب علمانو دوژل کيدو وروستو وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ سزا راروانه پابندي لرې کړې وه

جج جسټس ارشد تبسم دگل په ورځ ددغو پينځوؤ بنديانو په سزا دعمل درامد اودرولو امر کړى ؤ خو وزيراعظم دغه عدالتي پريکړه دوفاقي حکومت له لوري چيلنج کړې وه.

داحسان عظيم مور دلاهورهائيکورټ راولپينډۍ بينچ کې دپوځي عدالت دپريکړې په ضد اپيل جمع کړى ؤ ، بل لوري ته دوفاقي حکومت له لوري وکيل چوهدري معروف لاهورهائيکورټ کې دحکم امتناعي په ضد خواست جمع کړى ؤ.

داحسان عظيم دمور خواست رد اؤ دحکومت اپيل نن دلاهور هائيکورټ له لوري منظور کړل شوى ؤ.

دشورو په ورځ ددغه مقدمې اوريدنه راولپينډۍ کې وشوه اؤ جج ارشد تبسم دلنډې پريکړې څخه وروستو په حکومتي خواست پريکړه محفوظه کړه اؤ غرمه مهال يې واوروله، پخپله لنډه کې پريکړه کې عدالت دحکم امتناعي ختمولو اعلان وکړو اؤ په ډاگه يې کړه چې مجرمانو ته سزا دقانون دټولو تقاضو دپوره کولو وروستو ورکړل شوې وه.

ددغه عدالتي پريکړې وروستو ديادو شوؤ کسانو دمرگ په سزا عمل درامد کې پراتۀ خنډان لرې شوي اؤ بيا دډيتهـ وارنټ دجاري کيدو وروستو به هغوي تيزندي کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG