لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرسمس په موقع سخت امنيتي تدابير


 پاکستان کې هم مسيحي ورورولي دخوشحالۍ تهوار کرسمس په سادگۍ سره نمانځل غواړي.
پاکستان کې هم مسيحي ورورولي دخوشحالۍ تهوار کرسمس په سادگۍ سره نمانځل غواړي.

دکرسمس په موقع دتندروه ډله لو له لوري مسيحي ورورولۍ ته دپيښو ممکنه امنيتي خطرو په نظر کې نيولو سره دنړۍ گڼو هيوادونو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي اؤ پوځ ته دبيدار اوسيدو وينا شوې ده.

پاکستان کې هم په ٢٥م دسمبر دټولې نړۍ پشان عيسايان دکرسمس ورځ نمانځي خو دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ارمي پبلک سکول دوسله والو له لوري شوې حمله کې د١٤١ؤ طالب علمانو اؤ استاذانو دوژل کيدو وروستو پاکستان کې هم مسيحي ورورولي دخوشحالۍ تهوار کرسمس په سادگۍ سره نمانځل غواړي.

دپاکستان بيلا بيلو سيمو کې دعيسائي ورورولۍ اؤ دهغوي دگرجو تحفظ لپاره اضافي عسکر تعينات کړل شوي دي.

دهيواد دشمال لويديزې سيمې يو عيسائي تن دنوم نۀ څرگندولو په شرط وويل (دپيښور پيښه کې) دوژل شوؤ کسانو په ياد کې به دخوشحالو دستورې سادگۍ سره نمانځلى شي.

دهغه په قول پيښور کې په سکول شوې حمله کې دبې گناه ماشومانو دوژل کيدو له امله دهغوي زړونه مات شوي ، کرسمس به په سادگۍ سره نمانځي اؤ دوژل شوؤ طالب علمانو اؤ نورو کسانو لپاره به ځانگړې دعاگانې کوي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف اؤ صدر ممنون حسين هيواد کې ميشتوؤ عيسايانو ته دکرسمس په موقع مبارکي وئيلې اؤ دپاکستان ائين کې يې ټولو وگړو ته دبرابرحيثيت ورکولو لوري ته يې اشارې کړې اؤ په ډاگه کړې يې ده چې هغوي به دمذهبي عدم برداشت په ضد جگړه کوي.

وزيراعظم نوازشريف پخپله پيغام کې وئيلي دي چې دهغه حکومت به دعيسائي ورورولۍ دقانوني حقونو اؤ نورو گټو تحفظ باوري کوي.

دنړۍ تر ټولو لويې اسلامي ملک انډونيشياء کې امنيتي چارواکي وائي چې دمسيحي اهدافو دپه نخښه کولو دممکنه خطرې مخنيوي لپاره هيواد کې اتيا زره پوليس عسکر اؤ پينځه شپيتۀ زره پوځيان گمارل شوي دي.

دانډونيشياء دپوليسو مشر جنرل ستارمن هيله څرگنده کړې چې دکرسمس ورځ به په امن سره تيره شي، دهغه په قول دکرسمس په موقع چې کوم امنيتي تدابير نيول شوي په هغې کې دسيلگرۍ سيمو کې دهلو ځلو خوندي توب باوري کول اؤ دددستورو په پرامنه طريقې سره ترسره کول شامل دي اؤ هغوي دممکنه بدو پيښو دمخنيوي هڅه کوي.

دغه اعلان په داسې حال کې مخې ته رغلى جې دشورو په ورځ ختيزه صوبه مبون کې ديوې گرجې څخه بهر گاډي کې ايښودل شوى بم چاؤدلى ، چاؤدنه کې چاته مرگ ژوبله نۀ ده رسيدلې اؤ پيښه کې ککړ تن تر دې مهاله نۀ دى نيولى شوى.

همدغه شان کينيا کې هم امنيتي انتظامات سخت کړل شوي، دغلته دصومالي تندروه ډلې اؤ عامو جرائم پيشه خلکو لخوا دمسافرو په بسونو حملو کې چټکتيا راغلې ده

شمالي نائجيريا کې درياست بورنو اهلکارو دگاډو په تگ راتگ پينځوؤ ورځو پورې بنديز لگولى اؤ ددې گام مقصد دبوکو حرام پشان دتندروه ډلې دممکنه حملو مخنيوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG