لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپوځ دسرلښکر لخوا په ايکشن پلان دفوري عمل درامد امر

 دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار وياند ميجر جنرل عاصلم سليم باجوه په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دراولپينډۍ جي ايچ کيو کې دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دامنيتي صورتحال جاج اخستل شوى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دترهه گرۍ په ضد دقومي ايکشن پلان لاندې دپوځ اؤ خفيه ادارو له لوري دکيدونکو کارروائيو دجاج اخستو په ترڅ کې ټولو اړونده ادارو ته امر کړى چې په دغه پلان موثره انداز کې دعمل درامد باوري کولو لپاره دې په سمدستي توگه گامونه واخلي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار وياند ميجر جنرل عاصلم سليم باجوه په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دراولپينډۍ جي ايچ کيو کې دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دامنيتي صورتحال جاج اخستل شوى.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر وويل پوځ هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره ژمن دى اؤ سياسي مشرانو چې هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دکومې ارادې څرگندونه کړې هغه دستائينې وړ ده اؤ وې وئيل چې دسياسي قيادت ترمينځ دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره په پيدا شوي درايې په اتفاق به عمل درامد کولى شي.

جنرل راحيل دترهه گرو په ضد په قومي ايکشن پلان دعمل درامد باوري کولو دامر په ترڅ کې وويل هيواد څخه به دترهه گرۍ لعنت ختموي اؤ زياته يې کړه چې دقام دباور لپاره به عملي گامونه اخستل کيږي.

دپوځي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل دهاغو ټولو گامونو جاج هم اخستى چې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره اخستل شوي.

وزيراعظم نواز شريف هم دجمعې په ورځ دقانوني اؤ ائيني ماهرانو يوه مهمه مشاورتي غونډه اسلام اباد ته رابللې چې پکې به دترهه گرۍ په ضد په ايکشن پلان دعمل درامد جاج اخستل کيږي.

دوزيراعظم هاؤس دچارواکو ترمخه غونډه کې به دوزيراعظم نواز شريف له لوري دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره داعلان کړل شوؤ گامونو دعمل درامد په طريقه کار هم غور کولى شي.

دشورو په شپه وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دپارليماني گوندونو دمشرانو دغونډې څخه وروستو قام ته دخطاب په مهال وئيلي وؤ چې هيواد کې به دپوځي افسرانو مشرۍ کې د ځانگړو عدالتونو دجوړولو پريکړه شوې ده اؤ دې لپاره به ائين کې بدلون کولى شي.

وزيراعظم وئيلي وؤ چې ترهه گرو ته به دوينې ديوې يوې قطرې حساب ډير زر ورکول وي اؤ زياته کړې يې وه چې دپيښور دسانحې څخه وروستو پاکستان بدل شوى چې پکې دترهه گرۍ ، تندلاريتوب، فرقه واريت اؤ عدم برداشت لپاره هيڅ ځايې نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG