لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور دحملې سهولت کار خيبرايجنسۍ کې ووژل شو


دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو ديوې نښتې په مهال يو تندروه کمانډر صدام وژل اؤ دهغه شپږ ملگري يې نيولي دي.

دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شهاب علي شاه پيښور کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وويل امنيتي ځواکونو دخيبرايجنسۍ جمرود سيمه کې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې دطالبانو دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې گيدړ گروپ اپريشنل کمانډر صدام ووژل شو اؤ دهغه شپږ ملگري هم نيول شوي دي اؤ دهغوي نه داهمو انکشافاتو امکان دى.

هغه دعوه وکړه چې تندروه کمانډر صدام دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په سکول شوې حمله کې دسهولت کار کردار ادا کړى ؤ، هغه خطرناک اؤ مطلوب ترهه گر ؤ چې په پوليو ډلو شوؤ حملو، په تورخم چيک پوسټ، سوات اسکاؤټس حملو ؤ دسکولونو دالوځولو ترڅنگ دقبائيلي مشرانو په نخښه کولو کې هم ککړ ؤ.

صدام پيښور کې په ارمي پبلک سکول شکوې حمله کې دطالب وسله والو لپاره دسهولت کردار ادا کړى ؤ،

په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ورسک روډ په ارمي پبلک سکول طالبانو يوه خونړۍ حمله کړې وه چې په نتيجه کې يې ١٤١ طالب علمان اؤ استاذان وژل شوي وؤ.

پوليټيکل ايحنټ وويل چې صدام دگڼو قبائيلي مشرانو ترڅنگ دسکاؤټس اتۀ عسکر هم وژلي وؤ

شهاب علي شاه وويل چې خيبرايجنسۍ کې خيبرون دخيبرايجنسۍ نورو سيمو پورې هم غځول شوى اؤ ترهه گر په نخښه کولى شي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې پوليټيکل ايجنټ وويل چې دخيبرايجنسۍ تيراه سيمه ، دکوم ځايې څخه چې دلشکراسلام مشر منگل باغ خپل ايف ايم راډيو چلوي ، تر دې دمه امنيتي ځواکونو نۀ ده پاکه کړې.

دپاکستان پوځ دجون په نيمائي کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ ددغو عملياتو لمنه يې داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ پورې هم وغځوله.

پوځ دريځ لري چې دشمالي وزيرستان دعملياتو څخه تښتيدلو جنگيالو خيبرايجنسۍ کې پناه اخستې اؤ دغلته يې هم په ضد کوټلي پوځي عمليات روان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG