لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ايکشن پلان عمل درامد لپاره کميټي جوړه کړل شوه


دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دجمعې په ورځ په قومى ايکشن پلان دعمل درامد لپاره يوه کميټي جوړه کړې ده چې مشري به يې وزيراعظم نواز شريف پخپله کوي اؤ کميټۍ کې به داخله وزير چوهدري نثار علي خان، ددفاع وزير خواجه اصف ، داطلاعاتو وزير پرويز رشيد، احسن اقبال اؤ سرتاج عزيز هم شامل وي.

يوه ورځ دمخه دځمکني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف جي ايچ کيو کې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال دقومي ايکشن پلان لاندې دپوځ اؤ خفيه ادارو له لوري دکيدونکو کارروائيو جاج اخستى ؤ اؤ ټولو اړونده ادارو ته يې امر کړى ؤ چې په پلان دې موثر انداز کې عمل درامد باوري کولو لپاره په سمدستي توگه گامونه واخلي.

دقومي ايکشن پلان په اړه اسلام اباد کې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل زۀ به په ذاتى توگه په قومي ايکشن پلان دعمل درامد څارنه کووم اؤ دا خبره به باوري کووم چې دا تُند اؤ موثره وي

نواز شريف وويل قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد ضرب عضب عملياتو کې فيصله ييزې کارروايۍ کيږي اؤ ښارونو اؤ کوڅو کې به دترهه گرو په ضد ضرب عضب کې فيصله ييزې کارروايۍ کولى شي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ دخاتمې لپاره پۀ شا نۀ راواپس کيدونکى عمل روان پيل شوى.

هغه وويل په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لپاره به هغه هرې صوبې ته ورځي اؤ اړونده حکومتونو، قانون نافذونکو اؤ استخباراتي ادارو سره به ليدنې کوي اؤ پلان به دعمل درامد څارنه کوي.

وزيراعظم نواز شريف اټارني جنرل ته امر وکړو چې په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لپاره دې په فوري توگه په ائيني بدلون دصلاح مشورو اؤ پريکړو ته دې دغوڅ شکل ورکولو لپاره کار شروع کړل شي اؤ دځانگړو محکمو په جوړولو دې ټولو سياسي گوندونو سره رابطه وشي.

نوازشريف دغونډې برخه والو ته وويل چې هغوي دغلته هيواد څخه دترهه گرۍ دجرړو ويستو لپاره موجود دي زما داولس په ضد په هرشکل کې تشدد دترهه گرۍ برابر دى، اؤ زمونږ تگلاره اؤ زمونږ پوځ په دې اړه واضحه دي ، مونږ ته دپيښور پيښه تر هاغه وخته نۀ دي هيرول پکار ترڅو چې مونږ پاکستان څخه ترهه گري ختمه کړي نۀ وي اؤ کۀ مونږ دغسې ونۀ کړل نو پاکستان به نۀ وي

نواز شريف وويل دنفرت اؤ فرقه واريت خورونکو موادو دخپرولو مخنيوي لپاره به سخت قوانين جوړولى شي اؤ زياته يې کړه چې ددفاع دوزارت په مرسته به دترهه گرۍ دمخنيوي يو وفاقي ځواک په سمدستي توگه تعينات کولى شي.

يوه ورځ دمخه دځمکني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف جي ايچ کيو کې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال دقومي ايکشن پلان لاندې دپوځ اؤ خفيه ادارو له لوري دکيدونکو کارروائيو جاج اخستى ؤ اؤ ټولو اړونده ادارو ته يې امر کړى ؤ چې په پلان دې موثر انداز کې عمل درامد باوري کولو لپاره په سمدستي توگه گامونه واخلي.

روانه اوونۍ کې دهيواد دسياسي ګوندونو دمشرانو غونډه کې دترهه ګرۍ خاتمې لپاره ديوې ٢٠ نکته ايزې قومي تګلارې منظوري ورکړل شوې وه.

ديو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم وويل نن پاکستان بدل شوى اؤ دترهه ګرو په ضد به سخته کارروائي کولى شي.

نواز شريف وويل دسياسي ګوندونو غونډه کې تاريخي يو والى مخې ته راغلى اؤ ځکه اوس ددې قومي فرض ادا کولو لپاره وړاندې تګ پکار دى.

اخوا صدر ممنون حسين هم دجمعې په روځ يوې دستورې ته دوينا په مهال وويل ترهه ګر که دهيواد په کومه برخه کې هم وي هغوي به له مينځه وړلى شي.

زۀ ترهه ګرو ته خبردارى ورکووم چې هغوي سره مهلت ختم شوى ، ځکه نو هغوي دې وسله وغورځوي ځان دې رياست ته وسپاري ، دوهم صورت کې به هغوي دعبرت نخښه جوړولى شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG