لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيکټا دفعالولو امر


 دخالي په ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مرشۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې دنيکټا په فوري توګه دفعالولو دامر کولو په مهال ددغه ادارې انتظامي غونډه دشورو په ورځ غوښتې ده اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان به دنيکټا دغونډې مشري کوي.
دخالي په ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مرشۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې دنيکټا په فوري توګه دفعالولو دامر کولو په مهال ددغه ادارې انتظامي غونډه دشورو په ورځ غوښتې ده اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان به دنيکټا دغونډې مشري کوي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي ادارې (نيکټا) په سمدستي توگه دفعالولو امر کړى دى.

دخالي په ورځ دوزيراعظم نواز شريف په مرشۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې دنيکټا په فوري توگه دفعالولو دامر کولو په مهال ددغه ادارې انتظامي غونډه دشورو په ورځ غوښتې ده اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان به دنيکټا دغونډې مشري کوي.

دايکشن پلان کميټۍ په سفارشونو دعمل درامد دجاج اخستو لړ کې دلوړې کچې يوه غونډه اسلام اباد کې دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ شوې چې پکې دخزانې وزير اسحاق ډار، دترقۍ اؤ منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال، دوزيراعظم ځانگړي مرستيال اؤ بيرسټر ظفرالله په گډون دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) گڼ مرکزي مشران شامل وؤ.

سرچينې وائي غونډه کې دترهه گرۍ په ضد دگامونو دموثره کولو لپاره دنيکټا دفعالولو پريکړه وشوه اؤ دنيکټا لمړۍ غونډه دشورو په ورځ راغوښتل شوې، دترهه گرۍ پيښو کې دککړو کسانو دمقدمو دتُندولو لپاره قانوني مسوده هم وړاندې کړل شوې ده، غونډه کې پريکړه وشوه چې په قومي کړنلاره دعمل درامد لپاره به وزيراعظم ته دريوؤ ورځو کې راپور وړاندې کولى شي.

په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به هر صورت کې کاميابي ترلاسه کوؤ اؤ دترهه گرو په ضد جگړه کوونکو ځوانانو ته به تحفظ ورکولى شي.

دجمعې په ورځ وزيراعظم نواز شريف په قومى ايکشن پلان دعمل درامد لپاره يوه کميټي جوړه کړې وه چې مشري به يې وزيراعظم نواز شريف پخپله کوي اؤ کميټۍ کې به داخله وزير چوهدري نثار علي خان، ددفاع وزير خواجه اصف ، داطلاعاتو وزير پرويز رشيد، احسن اقبال اؤ سرتاج عزيز هم شامل وي.

تيره ورځ دځمکني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف جي ايچ کيو کې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال دقومي ايکشن پلان لاندې دپوځ اؤ خفيه ادارو له لوري دکيدونکو کارروائيو جاج اخستى ؤ اؤ ټولو اړونده ادارو ته يې امر کړى ؤ چې په پلان دې موثر انداز کې عمل درامد باوري کولو لپاره په سمدستي توگه گامونه واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG