لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : تندلارو دوه سکولونه وسيزل

 د نهې په ورځ سحر وختي دغه سکولونه دکرمې ايجنسۍ په دوؤ کليو کې دتندلارو لخوا سوځول شوي، کرمه ايجنسۍ کې طالب جنگيالي فعاله دي اؤ ددې ترڅنگ دغلته دسُني اؤ شيعه مسلمانانو ترمينځ وخت وخت په وخت لانجو سرته راپورته کړى.

دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې تندلارو په داسې حال کې دوه پرائمري سکولونه سيزلي چې چارواکو ديخنۍ چوټيانې غزولي دي.

دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې دوه اوونۍ دمخه دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې طالب جنگيالو په ارمي پبلک سکول يوه خونړۍ حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل.

د نهې په ورځ سحر وختي دغه سکولونه دکرمې ايجنسۍ په دوؤ کليو کې دتندلارو لخوا سوځول شوي، کرمه ايجنسۍ کې طالب جنگيالي فعاله دي اؤ ددې ترڅنگ دغلته دسُني اؤ شيعه مسلمانانو ترمينځ وخت وخت په وخت لانجو سرته راپورته کړى.

يو انتظامي چارواکي امجدعلي دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته وويل چې حمله کوونکو دسکولونو دسوځولو څخه دمخه په فرنيچر پيټرول وشيندل اؤ زياته يې کړه چې پيښه کې ټول دلرگي بينچونه دسکول ريکارډ اؤ ودانۍ تباه شوي دي.

دپيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو طالب جنگيالي پاکستان کې دجينکو دتعليم مخالف دي اؤ هغوي په تيرو وختونو کې هم دپاکستان مخلتفو سيمو کې سکولونه په بمونو تباه کړي دي.

دنهې په ورځ کرمه ايجنسۍ کې دسکولونو دسوزولو دغه پيښه کې چاته زيان نۀ دى رسيدلى، پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې پاکستان کې دپيښور دقتل عام نه وروستو چارواکو دسکول دماشومانو ديخنۍ چوټيانې تر ١٢مې جنورۍ پورې غځولي دي، له دې وړاندې ټاکل شوې وه چې سکولونه به په ٣مه جنورۍ پرانستل کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG