لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهوني ټيسټ کرکټ نه ريټائر شو


” ايم ايس دهوني په فوري توگه ټيسټ کرکټ څخه دريټائر کيدو فيصله کړې ده، ويرات کوهلي به څلورم اؤ اخري ټيسټ مي کې دهندي کرکټ ټيم مشري کوي“
” ايم ايس دهوني په فوري توگه ټيسټ کرکټ څخه دريټائر کيدو فيصله کړې ده، ويرات کوهلي به څلورم اؤ اخري ټيسټ مي کې دهندي کرکټ ټيم مشري کوي“

دهندي کرکټ ټيم کپتان مهندرا سنگهـ دهوني ټيسټ کرکټ څخه ريټائر شوى دى.

دنهې په ورځ دهندي کرکټ بورډ( بورډ اف کنټرول فار کرکټ ان انډيا) په ټوئټر يو پيغام کې وئيلي دي

ايم ايس دهوني په فوري توگه ټيسټ کرکټ څخه دريټائر کيدو فيصله کړې ده، ويرات کوهلي به څلورم اؤ اخري ټيسټ مي کې دهندي کرکټ ټيم مشري کوي

دايم ايس دهوني کرکټ څخه دريټائر کيدو دغه اعلان داسټريليا په ضد ددريم ټيسټ ميچ څخه سمدستي مخې ته راغلى دى، دغه ميچ دگټې اؤ بائيلات دپريکړې پرته ختم شوى ؤ اؤ د څلورو ميچونو سيريز کې کوربه ټيم په دوه ، صفر سره دکاميابۍ ترلاسه کولو په ترڅ کې سيريز گټلى ؤ.

دايم ايس دهوني ټيسټ کرکټ نه دناڅاپي ريټائر کيدو دفيصلې محرکات اؤ ددې دسپيناوي لړ کې نور تفصيلات مخې ته نۀ دي راغلي.

٣٣ کلن ايم ايس دهوني ٩٠ ټيسټ ميچونه لوبولي چې پکې هغه 4876 رنز جوړ کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG