لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک افغان خاوره به ديو بل په ضد کارول کيدو ته نۀ پريږدو، نوازشريف


 وزيراعظم وويل سيمه کې دامنيت دټينگښت، ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره پاکستان اؤ افغانستان دخپلو سيمو ديو بل په ضد دنۀ کارولو په اړه ژمن دي
وزيراعظم وويل سيمه کې دامنيت دټينگښت، ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره پاکستان اؤ افغانستان دخپلو سيمو ديو بل په ضد دنۀ کارولو په اړه ژمن دي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې پاک افغان خاوره به ديو بل په ضد کارول کيدو ته پرې نۀ ږدو اؤ دواړه هيوادونه دترهه گرۍ دبشپړې خاتمې لپاره ژمن دي

وزيراعظم نواز شريف سره ١٨ کسيز افغان پارليماني هيئت ليدنه کړې اؤ په دغه موقع افغان هيئت دپيښور په پيښه نواز شريف سره دخواخوږۍ اؤ غمرازۍ څرگندونه کړې اؤ په پيښه يې خفگان ښودلى دى.

په دغه موقع افغان پارليماني هيئت سره خبرو کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې يو پرامنه، باثباته اؤ خوشحاله افغانستان دپاکستان په گټه دى اؤ دهيئتونو تبادلې ددواړو هيوادونو داولسونو يو بل ته دنزدې راوستو لپاره گټورې دي،نواز شريف وويل چې افغان اولس دپاکستانيانو په زړونو کې اوسيږي.

وزيراعظم وويل دواړه هيوادونه يوه پرامنه اؤ خوشحاله سيمه ليدل غواړي ځکه دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ سلامتۍ لپاره به خپل مينځي مرسته سيوا کول وي اؤ دواړه هيوادونه خپل مينځي تجارت سيوا کولو ته هم ليواله دي.

نواز شريف وويل پاکستان اؤ افغانستان دسياسي اړيکو اؤ ترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره ژمن دي خو ددې لپاره ضروري ده چې دواړه هيوادونه ديو بل په ضد خپله خاوره کارول کيدو ته ورنۀ کړي اؤ دترهه گرۍ مخنيوي لپاره يو بل سره مرسته وکړي.

وزيراعظم وويل سيمه کې دامنيت دټينگښت، ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره پاکستان اؤ افغانستان دخپلو سيمو ديو بل په ضد دنۀ کارولو په اړه ژمن دي

شمالي وزيرستان کې دتنلارو په ضد روانو عملياتو ته په اشارې کولو سره وزيراعظم وويل چې ضرب عضب اپريشن دترهه گرو نيټ ورک اؤ دهغوي ځاندره تالا ترغه کړې.

په دغه موقع دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، دخارجه چارو ځانگړى مرستيال طارق فاطمي، دوزيراعظم پوليټيکل سيکرټري ډاکټر اصف کرماني، سنيټر مشاهد حسين سيد، سينيټر افراسياب خټک اؤ دقومي اسمبلۍ غړى افتاب شيرپاؤ هم موجود وؤ.

دافغان هيئت مشري په گډه توگه دنړيوالو چارو دکميشن اولسي جرگې چئيرمين عبدالقادر ځاځي اؤ سناتور بازمحمد زرمتي وکړه.

دافغانستان پارليماني هيئت دپيښور دحملې غندنه وکړه اؤ وې وئيل چې هغوي امن دپاکستان اؤ افغانستان دواړو په گټه دى.

هغوي وويل افغانسان دتلپاتې امن لپاره دپاکستان ژمنې ته دقدر په سترگه گوري اؤ ددې ترڅنگ هغوي وزيراعظم نواز شريف ته افغانستان ته په مناسب وخت کې ددورې بلنه هم ورکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG