لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: دجنگي الوتکو بمبارۍ کې د٢٣ جنگيالو دوژلو دعوه


دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي بيان کې دا دعوه هم شوې چې په موثر انداز کې دجنگي الوتکو نه شوؤ فضائي حملو کې دتندلارو څلور ځالې هم تباه شوي دي.

پوځي چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرسان په شوال علاقه کې دشورو په ماښام پاکستاني جيټ الوتکو دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې لږ ترلږه ٢٣ شکمن ترهه گر وژل شوي دي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري جاري شوي بيان کې دا دعوه هم شوې چې په موثر انداز کې دجنگي الوتکو نه شوؤ فضائي حملو کې دتندلارو څلور ځالې هم تباه شوي دي.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه ددغو فضائي حملو اؤ پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان کې سږکال په ١٥م جون وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخېسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د 2000ؤ نه زيات جنگيالي وژلي اؤ يواځې ٨٦ؤ پوځيانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ دغو عملياتو له امله په لکونو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي اؤ پوځ دعوه کوي چې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې يې دشمالي وزيرستان د٩٠ فيصده برخې نه ترهه گر پاک کړي دي.

XS
SM
MD
LG