لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم دپارليماني گوندونو دسياسي مشرانو غونډه رابللې


 وزيراعظم به ددغه غونډې په مهال دپارليماني گوندونو سياسي مشرانو سره په دې اړه بحث کوي چې بايد څنگه دترهه گرۍ په تگلاره په کاميابۍ سره عمل درامد وشي اؤ دترهه گرۍ مخنيوي باوري شي.
وزيراعظم به ددغه غونډې په مهال دپارليماني گوندونو سياسي مشرانو سره په دې اړه بحث کوي چې بايد څنگه دترهه گرۍ په تگلاره په کاميابۍ سره عمل درامد وشي اؤ دترهه گرۍ مخنيوي باوري شي.

وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره( نيشنل ايکشن پلان) تر دې مهاله دشوي پرمختگ دجاج اخستو لپاره په دوهمه جنورۍ وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دټولو پارليماني گوندونو دمشرانو غونډه رابللې ده.

وزيراعظم به ددغه غونډې په مهال دپارليماني گوندونو سياسي مشرانو سره په دې اړه بحث کوي چې بايد څنگه دترهه گرۍ په تگلاره په کاميابۍ سره عمل درامد وشي اؤ دترهه گرۍ مخنيوي باوري شي.

دسبانۍ غونډې دتيارۍ په توگه به وزيراعظم نن قانوني اؤ سياسي ماهرانو سره صلاح مشورې هم کوي اؤ ددې مقصد لپاره يې دوړاندې څخه ټاکل شوې خپلې هلې ځلې ځنډولي دي.

سرچينې وائي چې پوځي اؤ عسکري قيادت به هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړولو په اړه په تجويز کړل شوې قانوني مسوده بحث کوي.

دځينو سياسي گوندونو له لوري هيواد کې په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو دانديښنو لرې کولو لپاره به سبانۍ غونډه کې وزيراعظم دهغوي دقائلولو هڅه کوي.

امکان څرگندولى شي چې دغه غونډه کې به دنورو سياسي مشرانو ترڅنگ دپيپلز پارټۍ شريک چئيرمين اصف علي زرداري اؤ دتحريک انصاف مشر عمران خان هم گډون کوي.

دغونډې په مهال به حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې په اړه باور کې اخلي اؤ دپوځي عدالتونو دجوړولو په اړه غونډه کې دسياسي مشرانو سره دصلاح مشورې وروستو به دې لړ کې قانوني مسوده قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ ته منظورۍ لپاره وړاندې کولى شي

په ډاگه دې وي چې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په اړه دپاکستان پيپلز پارټۍ مشر اعتزاز احسن ، رضا ربانى ، ايم کيو ايم اؤ جمعيت علماء اسلام دانديښنو څرگندونه کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG