لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي عملياتو ترهه گر ويرولي،دپوځ دعوه


Gawawwakin wasu daga cikin jama'ar da suka rasa rayukansu a harin da aka kai kasar Faransa, Yuli 14, 2016
Gawawwakin wasu daga cikin jama'ar da suka rasa rayukansu a harin da aka kai kasar Faransa, Yuli 14, 2016

دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه وئيلي دي دهيواد دقبائيلي سيمو ترڅنگ نورو سيمو کې هم په زرگونو کارروايۍ شوي چې پکې 4000 شکمن ترهه گر، دهغوي مرسته کوونکي اؤ خواخوږي نيول شوي دي.

برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې پوځي وياند وئيلي دي پيښور کې په ارمي پبلک دطالبانو له لوري دشوې حملې څخه دمخه هم عمليات په تُندۍ سره روان وؤ خو ددغه پيښې څخه وروستو دخفيه معلوماتو په اساس کيدونکو عملياتو کې اضافه راغلې اؤ لمن يې نوره هم غځول شوې ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې هرکله دتندروه ډلو مرکزي مشران دپولې پورې غاړه( افغانستان ته) تښتيدلي نو بيا پوځ دعملياتو په نتيجه کې څه ترلاسه کول غواړي هغه دعوه وکړه چې دتندروه ډلو پاکستان څخه افغانستان ته تيښته هم دشمالي وزيرستان دعملياتو دگټورتيا دليل دى اؤ زياته يې کړه چې پوځي عملياتو ترهه گر ويرولي دي اؤ ددې ترڅنگ دپيښور په سکول حمله هم دهاغو طالبانو ردعمل وؤ چې دعملياتو له امله اغيزمن شوي وؤ.

هغه وويل دترهه گرو په ضد تيرکال شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې پيل کړل شوؤ عملياتو اوس دقومي عملياتو شکل خپل کړى دى.

پوځ تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري په غاړه واخسته، دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځي وياند وويل دملک دسياسي گوندونو لخوا دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره درايې اتفاق څخه په ډاگه شوې ده چې هغوي دپوځ له لوري يوه سيمه کې پيل کړل شوې کارروايۍ اوس دټول هيواد جگړه جوړه شوې ده اؤ شمالي وزيرستان کې پيل کړل شوي عمليات ضرب عضب يې هيواد څخه دترهه گرۍ دختمولو پيل وگرځولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG