لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکائي وگړي تښتولو کې ککړ مجرم ته درې ځله دمرگ سزا


 داستغاثې ترمخه ديو کالعدم تنظيم غړي حافظ عمران دامريکائي ډاکټر وان اسټائن دتښتولو وروستو دخپلو ملگرو بندي طالبانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.
داستغاثې ترمخه ديو کالعدم تنظيم غړي حافظ عمران دامريکائي ډاکټر وان اسټائن دتښتولو وروستو دخپلو ملگرو بندي طالبانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دامريکائي وگړي ډاکټر وارن وينسټن دتښتولو دجرم په ثابتيدو حافظ عمران ته درې ځله دتيزندۍ اؤ دپينځوؤ لکو روپو دجرمانې سزا اورولې ده.

دمقدمې اوريدنه دکوټ لکهپت جيل دسختې سلامتۍ په ساحه کې شوې، دترهه گرۍ دمخنيوي دقانون دمختلفو دفعو لاندې دمجرم دجائيداد ضبط کولو امر هم شوى، په هغه دپينځوؤ لکو روپو جرمانه هم شوې اؤ دپيسو په نۀ ادا کولو به نور شپږ کاله بند هم تيروي.

داستغاثې ترمخه ديو کالعدم تنظيم غړي حافظ عمران دامريکائي ډاکټر وان اسټائن دتښتولو وروستو دخپلو ملگرو بندي طالبانو دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

راپورونه وائي چې دحافظ عمران تعلق دالقاعده سره دى اؤ دهغه په ضد په ١٣م اگست کال ٢٠١١م کې ماډل ټاؤن سيمه کې مقدمه هم درج کړل شوې وه.

مجرم عمران دگجرانوالې ضلعې دوزيراباد اوسيدونکى دى.

ډاکټر وينسټن اووۀ کاله دمخه پاکستان کې دوريجينا يوه کمپنۍ کې دډائريکټر په حيثيت کار کولو، هغه پاکستان کې دخپل کار پايې ته درسولو اؤ امريکا ته دواپسۍ څخه دوه ورځې دمخه په ١٣م اگست کال ٢٠١١م کې تښتول شوى ؤ.

قانون نافذونکو ادارو دپلټنو څخه وروستو دوه ملزمان سيف الرحمان اؤ حافظ عمران نيولي اؤ زندان ته يې ليږلي وؤ ، دغو دواړو ملزمانو خپل جرم منلى ؤ.

دالقاعده مشر ايمن الظواهري ٢٠١١م کې ديو ويډيو پيغام له لارې دوينسټن هغه سره دموجودگۍ اؤ دهغه دتښتولو پيښه کې دالقاعده د ککړتيا دعوه کړې وه.

دوينسټن دژوند په اړه دثبوت په توگه القاعده مئ کال ٢٠١٢م کې يوه بله ويډيو جاري کړې وه.

نيول شوؤ ملزمانو سيف الرحمان اؤ عمران پلټنو کوونکو چارواکو ته وئيلي وؤ چې دامريکائي وگړي دتښتولو پيښه کې دوه نور کسان افضل حسين اؤ عمران احمد هم شامل وؤ ، وروستو افضل حسين مانسهره کې دپوليسو سره يوه نښته کې وژل شوى ؤ.

په پلټنو مکمليدو دواړه تښتونکي مجرمان گرځول شوي وؤ اؤ دهغوي چالان دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت کې وړاندې کړل شوى، دچالان ترمخه ايمن الظواهري اؤ عمران تر دې مهاله اشتهاري دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG