لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل دترهه گريزو ډلو په ضد برطانيې څخه مرسته غوښتې


 جنرل شريف، چې برطانيې په درې ورځني سفر دى، دقومي سلامتۍ دصلاح کار سر کم داروچ سره هم ليدلي.
جنرل شريف، چې برطانيې په درې ورځني سفر دى، دقومي سلامتۍ دصلاح کار سر کم داروچ سره هم ليدلي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ لندن کې برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون اؤ نورو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدلي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ برطانوي حکومت څخه په برطانيه کې دميشتې غيرقانوني ډلې حزب التحرير اؤ بلوڅ بيلتون خوښو په ضد مرسته غوښتې ده.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه په ټوئټر خپل بيان کې وئيلي دي چې په دغه موقع دپوځ سرلښکر دکالعدم تنظيمونو په ضد دکارروايۍ ، دپاکستان څخه بهر دفعاله پاکستان ضد عناصرو اؤ دترهه گرۍ لپاره دمرستو دمخنيوي معاملې راپورته کړي دي.

جنرل راحيل شريف دبرطانيې ددفاع وزير مائيکل فالن سره هم هم ليدلي ، ددې ترڅنگ دبرطانيې دچيف اف ډيفنس سټاف جنرل سر نيکولس هفټن سره په دسيمې سلامتۍ، افغانستان کې دثبات، خپل مينځي دفاع اؤ امنيتي همکارۍ خبرې اترې کړي دي.

هغه دهوم افس ډيپارټمنټ سيکرټري مارک سيډول اؤ ډائريکټر جنرل اف دي افس فارس سيکورټي اينډ کاؤنټر ټيررزم چارسل فر سره هم ليدلي اؤ ورسره يې داستخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه اؤ ترهه گرۍ په ضد په مرسته بحث کړى دى.

ورځپاڼه وائي چې پوځي وياند ميجر جنرل عاصم باجوه دټيليفون له لارې دلندن څخه خبرو کې وويل چې ټولو ليدنو اؤ په ځانگړې توگه دهوم افس چارواکو سره دليدنې په مهال برطانيه کې دميشتو دهاغو تنظمونو معامله په سختۍ سره راپورته کړل شوې چې پاکستان کې دسلامتۍ ستونزې پيدا کوي.

پاکستان په ١٦م دسمبر پيښور کې دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو لخوا دحملې څخه وروستو دترهه گرۍ ضد گامونو کې تُندي راوستې ده.

جنرل شريف، چې برطانيې په درې ورځني سفر دى، دقومي سلامتۍ دصلاح کار سر کم داروچ سره هم ليدلي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر ته ددرناوي سلامتي ورکړل شوې اؤ هغه سره په دغه موقع چيف اف دي ډيفنس سټاف جنرل سر نيکولس هفټن هم موجود ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG