لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حقاني نيټ ورک اؤ جماعت الدعوة دبنديز پريکړه


 يو سينئر حکومتي چارواکي دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته وئيلي دې لړ کې به باقاعده اعلان راتلونکو څو ورځو کې وشي.
يو سينئر حکومتي چارواکي دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته وئيلي دې لړ کې به باقاعده اعلان راتلونکو څو ورځو کې وشي.

دپاکستان حکومت دحقاني نيټ ورک اؤ جماعت الدعوة په گډون په گڼو تندروه تنظيمونو دبنديز لگولو پريکړه کړې ده.

دپاکستان حکومت دغه پريکړه په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دپاکستان په دوره تللي دامريکا خارجه وزير جان کيري وئيلي وؤ تندروه ډله حقاني نيټ ورک ، لشکر طيبه اؤ طالبان دپاکستان اؤ امريکا په گډون دټولې نړۍ لپاره خطره ده اؤ ترهه گر به يواځې ترهه گر گڼل وي

يو سينئر حکومتي چارواکي دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته وئيلي دې لړ کې به باقاعده اعلان راتلونکو څو ورځو کې وشي.

دا پريکړه دامريکا دخارجه محکمې له لوري دتحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) دمشر مُلا فضل الله دنړيوال ترهه گر دگرځول کيدو څخه يواځې يوه وروستو شوې ده.

مُلا فضل الله په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول شوې حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژلو ذمه واري په غاړه اخستې وه.

پيښور کې دطالبانو لخوا دطالب علمانو په منظم انداز کې دوژل کيدو وروستو دپاکستان حکومت اؤ مخالفو گوندونو يوه غونډه کې دترهه گرۍدمخنيوي لپاره دقومي تگلارې منظوري ورکړې وه دکوم په نتيجه کې يې چې هيواد کې دترهه گرۍ په اړه دمقدمو اوريدو لپاره پوځي عدالتونه جوړولى شي.

ملگرو ملتونو ستمبر کال ٢٠١٢م کې حقاني نيټ ورک ترهه گريزه ډله گرځولې وه اؤ له دې ورسوتو دامنيتي شورا دطالبانو په اړه کميټۍ دغه ډله بليک لسټ کړې وه.

حقاني نيټ ورک افغان جنگيالي جلال الدين حقاني جوړ کړى ؤ اؤ په دغه ډله دپولې پورې غاړه افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو دحملو تور لگول کيږي.

دميډيا رپورټونو ترمخه له دې وړاندې دغه ډلې شمالي وزيرستان کې خوندي ځالې لرلې خو دپاکستان پوځ دعوه کوي چې شمالي وزيرستان کې دعملياتو په نتيجه کې يې افغانستان کې ددغه ډلې دحملو توان ته ضربه رسولې اؤ هغوي په دغو عملياتو کې دترهه گرو ترمينځ دفرق څخه کار نۀ اخلي.

دامنيتي مبصرينو وينا ده چې په جماعت الدعوة بنديز لگول دهند ترڅنگ امريکا لپاره هم زيات مهم گام دى، نوى ډيلى په حافظ سعيد دخيرښيگړې دتنظيم په جامه کې دتندروه ډلې لشکرطيبې دچلولو اؤ کال ٢٠٠٨م کې په هغه دممبۍ حملو کې دککړتيا تورونه لگوي.

يو سينئر انټلي جنس چارواکي ورځپاڼې ته وئيلي دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره دهغوي دغه لمړى گام دى اؤ قام به دترهه گريزو تنظيمونو په ضد دغه شان مثبت گامونه وويني، پوځي اؤ غيرپوځي دواړو قيادتونو په حقاني نيټ ورک دبنديز لگولو پريکړه کړې ده.

څيړونکي وائي چې دپاکستاني حکومت ددغه پريکړې به نۀ يواځې واشنگټن کابل بلکې هند هم هرکلى وکړي.

دداخله وزارت ديو افسر وينا ده چې روانه اوونۍ کې دامريکا دخارجه وزير جان کيري ددورې څخه يوه ورځ وړاندې په ١٢ؤ نوؤ تنظيمونو دبنديز لگولو څخه وروستو ددې شمير ٧٢ؤ ته رسيدلى دى اؤ زياته کړې يې ده چې دبنديزونو سره مخ شوؤ خواؤشا ٢٣ؤ ډلو په نورو نومونو سره کار کوله لکه جيش محمد خدام اسلام يا رحمت ټرسټ.

ورځپاڼه ديو فهرست په اړه راپور کې ليکي چې حکومت حرکت الجهاد اسلامي ډله ، په کومه چې پاکستان اؤ هند کې دترهه گريزو حملو تور دى، بنديز لگولى، ددغه ډلې اپريشنل کمانډر الياس کاشميري جنوبي وزيرستان کې په کال ٢٠١١م کې يوه امريکائي ډرون حمله کې وژل شوى ؤ.

حرکت المجاهدين، فلاح انسانيت فاؤنډيشن هم دبنديز سره مخ شوي، همدغه شان ددې نه علاوه په حاجي کريم الله حاجي ستار مني ايکسچينج، راحت لميټيډ اينډ روش مني ايکسچينج بنديز لگولى ، په دوي دملگرو ملتونو امنيتي شورا ٢٠١٢م کې طالب کمانډرانو ته دپيسو ورکولو په تور بنديز لگولى ؤ.

پخوانى خارجه سکتر تسنيم نوراني وائي چې ددې گامونو څخه ثابتيږي چې حکومت دترهه گرۍ دله مينځه وړلو کې سنجيده دى.

بل لوري ته دجماعت الدعوة وياند اصف خورشيد وينا ده چې دهغوي دتنظيم کار يواځې دخيرښيگړې دى اؤ هغوي دورانکارۍ کارونو کې نۀ دي ککړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG