لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سفارت کارانو اؤ دملګرو ملتونو استازو دميرامشاه دوره کړې


اپريشنل کمانډر دملگرو ملتونو استازو اؤ سفارت کارانو ته شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه حال احوال تير کړى
اپريشنل کمانډر دملگرو ملتونو استازو اؤ سفارت کارانو ته شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه حال احوال تير کړى

دملگرو ملتونو داستازو اؤ سفارت کارانو يوې ډلې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوره کړې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې لخوا دجاري شوي يو بيان ترمخه درياستونو اؤ سرحدي سيمو وزير ليفټننټ جنرل عبدالقادر بلوچ، دوزيراعظم دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دپيښور کورکمانډر هدايت الرحمان ددغه ډلې سره ملگري وؤ.

اپريشنل کمانډر دملگرو ملتونو استازو اؤ سفارت کارانو ته شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه حال احوال تير کړى اؤ تر دې مهاله دلاسته راوړل شوؤ برياليتونو څخه يې هغوي خبر کړي دي.

پوځ دعوه کوي چې دتيرکال دجون دمياشتې راهسې شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب کې تر دې مهاله د١٢٠٠ؤ نه زيات ترهه گر وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ يې دميرعلي اؤ ميرانشاه لويې برخې ترهه گرو څخه پاکې هم دي.

دپوځي بيان ترمخه دغه هيئت ته دترهه گرو په تباه شوې ځالې، دکورنو جوړيدونکو بمونو فيکټريانې، سرنگونه، دخودکش حمله کوونکو تربيتي مرکزونه دتندلارو نه لاسته راوړل شوې گوله بارود ښودل شوي دي.

هيئت دترهه گرۍ په ضد جگړه کې قرباني شوؤ عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يې دپاکستان دوسله والو فوځونو دهلو ځلو ستائينه کړې، هغوي هيله څرگنده کړه چې سيمه کې به ډير زر امنيت ټينگ شي.

دغه هيئت کې دافغانستان ، نيدرلينډز، ديو اين ډي پي لپاره دامريکا ، جرمني، پاکستان کې ديو اين ايچ سي ار اؤ دخوراک دنړيوالې ادارې استازي شامل وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG