لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ کې وسله والو درې شيعه مسلمانان وژلي


 دپوليسو ترمخه درې کسان ثاقب اباد چوک لوري ته پيدل روان وؤ چې دوؤ نامعلومو وسله وال په هغوي پسې ورغلل اؤ په ډزو سره يې په موقع ووژل.
دپوليسو ترمخه درې کسان ثاقب اباد چوک لوري ته پيدل روان وؤ چې دوؤ نامعلومو وسله وال په هغوي پسې ورغلل اؤ په ډزو سره يې په موقع ووژل.

دپاکستان دپنجاب صوبې پينډۍ ښار کې دجمعې اؤ خالي په مينځ شپه په ظاهري توگه دهدف وژنې په يوه پيښه کې وسله والو درې شيعه مسلمانان وژلي دي.

دپوليسو ترمخه درې کسان ثاقب اباد چوک لوري ته پيدل روان وؤ چې دوؤ نامعلومو وسله وال په هغوي پسې ورغلل اؤ په ډزو سره يې په موقع ووژل.

دوژل شوؤ کسانو نومونه سيد حمزه ظفر ، سيد فياض شاه اؤ سيدغازي علي شيرازي ښودل شوي دي.

دپوليسو وينا ده چې دغه دريواړه کسان دشپې ناوخته ديو مجلس څخه بيرته روان وؤ اؤ کله چې هغوي خپل کور ته نزدې شول نو نامعلومو وسله والو هغوي په ډزو سره ووژل.

سرچينې وائي دغه کسان شيعه مسلمانان اؤ دسياسي گوند پي ټي ائي سيمه ييز مشران وؤ.

دوژل شوؤ کسانو مړي ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال پينډۍ ته دپوسټم مارټم لپاره رسول شوي دي.

پاکستان کې رامينځته شوې دمذهب په اساس دغه لمړۍ پيښه نۀ ده ، له دې وړاندې هم ددغه هيواد بيلا بيلو سيمو کې دمذهب، فرقې، اؤ نسل په اساس په لسگونو خلک وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG