پاکستاني طالبانو دنهې په ورځ قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو دحملې اؤ پينډۍ کې دشيعه مسلمانانو دوژلو ذمه واري په غاړه اخستې ده.
له دې وړاندې امنيتي چارواکو وئيلي وؤ چې دگل په ورځ قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په يو کاروان بريد کړى چې پکې ديو کيپټن په گډون ٣ عسکر وژل شوي وؤ ، امنيتي ځواکونو د٧ؤ جنگيالو دوژلو دعوه هم کړې وه.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون سره ټيليفوني خبرو کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) يو وياند محمد خراساني ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دعوه يې کړې ده چې دتحريک طالبان پاکستان جنگيالو ديو کيپټن په گډون شپږ عسکر وژلي اؤ دهغوي يواځې يو جنگيالى وژل شوى دى.
طالب وياند وويل دغه نښته دسحر څخه تر غرمې پورې روانه وه.
باجوړ دطالب جنگيالو يوه خوندي ځاله پاتې شوې اؤ دپاکستان پوځ دعوه کړې وه ٢٠٠٨م کې دغه قبائيلي سيمه کې دترسره شوؤ پوځي عملياتو په نتيجه کې يې سيمه تندلارو څخه پاکه کړې وه، خو باور کيږي چې دباجوړ غرييزو سيمو کې اوس هم طالب جنگيالي پټ دي اؤ وخت په وخت په امنيتي ځواکونو بريدونه هم کوي.
چارواکي وائي چې دگل په ورځ هم امنيتي ځواکونو ددغو جنگيالو دپاکولو په غرض بانډه سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړي وؤ.
طالب وياند خراساني دعوه کړې ده چې دپاکستان پينډۍ ښار کې اوس اوس شوې حمله هم هغوي کړې ده.
پوليسو وئيلي وؤ چې پينډۍ کې دجمعې په ورځ درې شيعه مسلمانان هاغه وخت وژل شوي وؤ چې هغوي ديوې مذهبي غونډې څخه راستنيدل.