لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددهاندلۍ په پلټنو نۀ کولو به نواز شريف لپاره حکومت چلول گران شي،عمران


بني گاله اسلام اباد نه پيښور ته دروانيدو په موقع ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل رايې ورکوونکي پخپله سړکونو ته راوتلي
بني گاله اسلام اباد نه پيښور ته دروانيدو په موقع ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل رايې ورکوونکي پخپله سړکونو ته راوتلي

دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دنواز شريف حکومت ته يوځل بيا خبردارى ورکړى چې که چرې دمئ،٢٠١٣م انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ پلټنو لپاره يې عدالتي کميشن جوړ نۀ کړو نو وزيراعظم لپاره به حکومت چلول گران شي.

د٢٠١٣م انتخاباتو دپلټنو اؤ دوزيراعظم نواز شريف دحکومت لرې کولو په غرض دپي ټي ائي مشر عمران خان دتيرکال د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې خپل احتجاج جاري ساتلى ؤ اؤ په دغه مهال دبيلا بيلو ښارونو دتړلو غږ کړى ؤ خو په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې وروستو هغه ناڅاپي خپله دهرنا اؤ احتجاج ختم کړو.

بني گاله اسلام اباد نه پيښور ته دروانيدو په موقع ميډيا سره خبرو کې عمران خان وويل دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل رايې ورکوونکي پخپله سړکونو ته راوتلي اؤ ټولو گوندونو ټولټاکنو کې دټگۍ ټورۍ خبره کړې نو بيا حکومت ددهاندلۍ پلټنو لپاره عدالتي کميشن ولې نۀ جوړوي اؤ دڅه نه ويريږي.

دپي ټي ائي مشر وويل هيواد کې دجعلي انتخاباتو کولو څخه غوره خبره دا ده چې انتخابات بيخي ونۀ شي اؤ که چرې دغسې انتخابات په راتلونکي کې هم وشول نو انتخاباتو څخه به داولس باور پورته شي.

هغه تور ولگولو چې کومه حلقه هم پرانستل کيږي پکې د٣٠ؤ څخه تر ٥٠ؤ زرو پورې جعلي ووټونه را اوځي اؤ زياته يې کړه چې دقومي اسمبلۍ حلقه اين اى ١٢٤ دپي ټي ائي نۀ بلکې دپيپلز پارټۍ ده ، دا دې پرانستل شي اؤ دې کتل نو هر څه به په ډاگه شي.

عمران خان دطنز په توگه وويل چې شکر دى چې دهغوي لخوا اوس مهال دهرنا نۀ ورکول کيږي گنې حکومت به دپيټرولو دبحران ذمه وار هم هغوي گرځولى اؤ که چرې دپيټرولو کمى دحکومت لخوا سازش گرځولى شي نو دغه سازش هم دواکمنې گوند دننه روان دى.

دپخواني چيف جسټس افتخار چوهدري له لوري دسپکاوي د جمع کړل شوې دعوې په اړه عمران خان وويل چې ورسره ٢٠ اربه روپۍ خو نشته خو دافتخار چوهدري په ضد به مقدمه کوي.

بلخوا داسلام اباد ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ دنهې په ورځ دپخواني چيف جسټس افتخار چوهدري له لوري دسپکاوي په جمع کړل شوي نوټس دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په ٢٩مه جنورۍ عدالت ته غوښتى.

دافتخار چوهدري لخوا عدالت کې جمع کړل شوي خواست کې وئيل شوي چې دهغه په ضد ددهاندلۍ تورونه دروغ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG