لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دداعش کمانډر يوسف السلفي نيول شوى


 دخبري ادارې رائټرز ترمخه دريوؤ استخباراتي چارواکو ددغه کمانډر دنيولو پخلى کړى خو چارواکو دداعش دکمانډر دنيول کيدو په اړه باقاعده اعلان نۀ دى کړى.
دخبري ادارې رائټرز ترمخه دريوؤ استخباراتي چارواکو ددغه کمانډر دنيولو پخلى کړى خو چارواکو دداعش دکمانډر دنيول کيدو په اړه باقاعده اعلان نۀ دى کړى.

دپاکستان لاهور ښار څخه امنيتي ځواکونو مينځني ختيز کې دفعاله تندروه ډلې دولت اسلاميه( داعش) يو کمانډر اؤ دهغه ددوؤ ملګرو دنيولو دعوه کړې ده.

دخبري ادارې رائټرز ترمخه دريوؤ استخباراتي چارواکو ددغه کمانډر دنيولو پخلى کړى خو چارواکو دداعش دکمانډر دنيول کيدو په اړه باقاعده اعلان نۀ دى کړى.

رائټرز پخپل يو راپور کې دعوه کړې چې دداعش دنيول شوي کمانډر نوم يوسف السلفي دى اؤ هغه دپلټنو په مهال اعتراف کړى چې پاکستان کې يې ددولت اسلاميه داستازي په حيثيت سره کار کولو.

دامنيتي چارواکو وينا ده چې نيول شوى کمانډر پاکستاني نژاده شامي وګړى دى اؤ هغه تيرو ورځو کې لاهور څخه نيول شوى ؤ.

رائټرز ته يو استخباراتي چارواکي وئيلي يوسف السلفي پينځه مياشتې دمخه ترکي څخه پاکستان ته رسيدلى ؤ اؤ دلته يې ددولت اسلاميه سيمه ييزه څانګه جوړه کړې وه.

دغه چارواکى وائي چې تندروه کمانډر پاکستان ته دراتللو څخه دمخه دشام په پوله ترکي ته رسيدلى ؤچرته چې هغه نيول شوى ؤ خو بيا دبند څخه تښتيدلى اؤ پاکستان ته رسيدو کې بريالى شوى ؤ.

ديو بل استخباراتي چارواکي ترمخه دملزم دوه نور ملګري هم نيول شوي چې پکې يو حافظ طيب دلاهور ديو سيمه ييز جومات امام دى.

استخباراتي چارواکي رائټرز ته وويل چې دواړه ملزمان دولت اسلاميه سره په ګډه جنګيدو لپاره دپاکستانيانو بهرتي کولو اؤ دهغوي شام ته په ليږلو کې ککړ دي اؤ دوي ته به ددولت اسلاميه له لوري دهر تن دبهرتي کولو په بدل کې شپږ سوه ډالر ورکړل کيدل.

په ډاګه دې وي چې پاکستان کې دداخله وزير چوهدري نثار علي خان په ګډون اعلي چارواکي ددولت اسلاميه دموجودګۍ ترديد کوي خو اوس اوس دپاکستاني طالبانو ګڼو کمانډرانو دغه تندروه ډلې سره دخپلې وفادارۍ اعلان کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG