لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دواکمن عدالتي کميشن په جوړيدو به اسمبلو ته ځو، عمران


عمران خان وويل هيواد کې واکمنانو سره حساب نۀ کيږي ځکه دوه کورنۍ په وار،وار سره اقتدار ته رسيږي
عمران خان وويل هيواد کې واکمنانو سره حساب نۀ کيږي ځکه دوه کورنۍ په وار،وار سره اقتدار ته رسيږي

دحکومت مخالفه ډلې پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي که دمئ ٢٠١٣م انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ پلټنو لپاره حکومت کمزورى عدالتي کميشن جوړول غواړي خو هغوي به دواکمن کميشن جوړيدو پورې اسمبلو ته نۀ ځي.

دتحريک انصاف مشر اسمبلو ته دستنيدو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره ورځ دسندهـ اسمبلۍ پلازمينه اسلام اباد کې دپي ټي ائي دڅلورو غړو له لوري دحکومت په ضد ددهرنې دعروج په مهال وړاندې کړل شوې استعفا گانې منظورې کړې وې.

دسعودي عرب جده ښار کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عمران خان وويل هيواد کې واکمنانو سره حساب نۀ کيږي ځکه دوه کورنۍ په وار،وار سره اقتدار ته رسيږي.

دپي ټي ائي مشر وويل دازادې عدليې څخه پرته شفاف انتخابات ممکن نۀ دي اؤ موجوده کومت دانتخابي دهاندلۍ پلټنو کې سنجيده نۀ دى ځکه حکومت کمزورى جوډيشل کميشن جوړول غواړي خو دواکمن عدالتي کميشن جوړيدو پورې به هغوي اسمبلو ته نۀ ځي.

هغه وويل دپيښور دسانحې څخه وروستو يې ځکه دحکومت ملاتړ وکړو ترڅو دا ونۀ وئيل شي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهغوي له امله څه رقم خنډ دى ځکه چې له دې وړاندې به څه هم کيدل نو قصور واره به دهرنا گرځول کيده ، خو اوس چې دهرنا نشته نو دپيټرولو بحران څنگه پيدا شو؟

د٢٠١٣م انتخاباتو دپلټنو اؤ دوزيراعظم نواز شريف دحکومت لرې کولو په غرض دپي ټي ائي مشر عمران خان دتيرکال د١٤م اگست راهسې اسلام اباد کې خپل احتجاج جاري ساتلى ؤ اؤ په دغه مهال دبيلا بيلو ښارونو دتړلو غږ کړى ؤ خو په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې وروستو هغه ناڅاپي خپله دهرنا اؤ احتجاج ختم کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG