لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت ددهاندلۍ پلټنو لپاره تيار دى، اسحاق ډار


 پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفه سياسي گوند تحريک انصاف ترمينځ سياسي کړکيچ روان دى
پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفه سياسي گوند تحريک انصاف ترمينځ سياسي کړکيچ روان دى

پاکستان کې دحکومت اؤ مخالفه سياسي گوند تحريک انصاف ترمينځ سياسي کړکيچ روان دى اؤ حکومتي چارواکي وائي چې هغوي دپي ټي ائي دغوښتنو په نظر کې نيولو سره دتيرکال عامو انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو پلټنو لپاره دعدالتي کميشن دکار ددائرې په اړه دنوؤ وړانديزونو مسوده دتحريک انصاف مذاکراتي ډلې ته ليږلې ده.

تحريک انصاف دمئ ٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ په ضد دنواز شريف دحکومت په ضد تر څلورو مياشتو پورې اسلام اباد کې خپله دهرنا اؤ احتجاج جاري ساتلى ؤ ، خو دپيښور دسانحې وروستو عمران خان ناڅاپي دحکومت په ضد دخپل احتجاج ختمولو اعلان وکړو.

ددواړو ډلو ترمينځ ټولټاکنو کې ددهاندلۍ دتورونو دعدالتي کميشن له لارې دپلټنو په معامله اختلافونه موجود دي.

عمران خان لمړى دوزيراعظم نواز شريف څخه دمستعفي کيدو غوښتنه کوله ، وروستو دخپلې دغې غوښتنې څخه پشا شو اؤ اوس يواځې دعدالتي کميشن دجوړيدو غوښتنه کوي خو واکمن گوند(ن) ليگ دريځ لري چې د٢٠١٣م انتخابات ازادانه اؤ شفاف وؤ.

دخزانې وفاقي وزيراؤ پي ټي ائي سره دمذاکراتي حکومتي ډلې مشر غړي اسحاق ډار دخالي په ورځ اسلام اباد کې يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت وويل چې دمئ،٢٠١٣م انتخاباتو کې دشوې شکمنې دهاندلۍ پلټنو لپاره وړانديز کړل شوي عدالتي کميشن جوړولو ته راضي دى اؤ زياته کړې يې ده چې دغه کميشن به دائين په دائره کې دننه جوړولى شي.

هغه وويل روانه اوونۍ کې دتحريک انصاف له لوري دعدالتي کميشن دکار ددائرې په اړه دورکړل شوؤ وړانديزونو په نظر کې نيولو سره يوه مسوده تياره کړل شوې اؤ مخالف فريق ته ليږل شوې ده.

داسحاق ډار دپريس کانفرنس څخه دمخه دپي ټي ائي مشر عمران خان ميډيا سره خبرو کې وويل هغه به دعدالتي کميشن په اړه ددواړو ډلو تجويزونه داولس په وړاندې ږدي ترڅو دا په ډاگه شي چې په دغه معامله دچا له لوري دځنډ څخه کار اخستل کيږي.

عمران خان خبردارى ورکړو چې که چرې حکومت واکمن کميشن نۀ جوړوي نو دهغه گوند به يوځل بيا سړکونو ته رااوځي.

دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي حکومت دپي ټي ائي دا غوښتنه نۀ شي منلى چې ټول انتخابي شکايتونه اؤ اپيلونه دې عدالتي کميشن ته وليږل شي ځکه چې دهغه په قول دې سره به دپلټنو يو نۀ ختميدونکى عمل شروع شي.

دتحريک انصاف دقومي اسمبلۍ ، پنجاب اؤ سندهـ اسمبلو غړو استعفا گانې ورکړي خو عمران خان وائي چې پي ټي ائي به مارچ کې دپارليمان برني ايوان( سينيټ) انتخاباتو کې يواځې پښتونخوا څخه برخه اخلي، خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف ائتلافي حکومت دى.

بلخوا دلاهور دحلقه اين اى ١٢٢د پلټونکي کميشن جج غلام حسين اعوان اليکشن کميشن کې دخپل بيان ريکارډ کولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه حلقه کې دووټونو دکره کتنې په مهال کوم جعلي ووټ نۀ دى راوتلى خو انتخابي بې ضابطگۍ شوي دي.

هغه وويل ددې خبرې فيصله به اليکشن کميشن ته کول وي چې بې ضابطگۍ دغيرقانونۍ دائره کې راځي که نه اؤ زياته يې کړه که چرې بې ضابطگۍ غيرقانوني گرځول کيږي نو دې سره ټاکنې متاثره کيدى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG