لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان اؤ خيبر کې ۹۲ جنگيالي وژل شوي دي


 دپوځ دمطوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دجاري شوي يو بيان ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو خوندي ځالې په نخښه کړل شوي دي
دپوځ دمطوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دجاري شوي يو بيان ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو خوندي ځالې په نخښه کړل شوي دي

عسکري چارواکي وائي د افغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې دبهرنيانو په گډون ۹۲ جنگيالي وژل شوي دي .

دپوځ د مطوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري د جاري شوي بيان ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې دترهه گرو خوندي ځالې په نخښه کړل شوي دي چې پکې د ترهه گرو شپږ ځالې اؤ دوسلې ذخيره کولو يوځايې تباه شوى، فضائي حملو کې دوسلو نه ډک اووۀ گاډي هم تباه شوي دي.

د ائي اېس پي ار ترمخه دته خېل کې په ترسره شوؤ دوه بيلو فضايي عملياتو کې د ۱۲ بهرنو جنگيالو په گډون ۷۶ وسله وال وژل شوي دي .

بل لور ته د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه کې د وسله والو په ضد فضائي عملياتو کې د ۱۶ جنگيالو د وژنې ادعا شوې ده ، امنيتي چارواکو وئيلي تيراه کې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام ډلې شپږ پټې ځالې تباه کړی شوي دي .

دسرچينو وينا ده دغه فضائي حملې دتيراه دکوکي خيل په وچه ونه، سره واله، دقمبر خيل په ترخو کس اؤ دمده خيل په نکۍ سيمه کې ترسره شوي ، حملو کې دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.

شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې د پوځ له لوري فضائي حملو کې د ۹۲ ترهگرو د وژلو دغه دعوې په داسې حال کې شوي چې د پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف د نهې په ورځ د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ دوره کړې اؤ دغلته يې پوځيانو ته دوينا په مهال وئيلي چې دوروستي ترهه گر تر خاتمې به دهغوي په ضد عمليات دوام لري .

له دې وړاندې د اتوار په ورځ شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې ٣٥ شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.

شمالي وزيرستان کې تيرکال په ١٥م جون وروستو له هغې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد عمليات پيل کړل شوي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه وراي په غاړه واخسته.

پوځ په دغو عملياتو کې د 2000ؤ څخه د زياتو جنگيالو دوژلو دعوه کوي خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى .

دشمالي وزيرستان دعملياتو څخه دتښتيدلو جنگيالو په ضد دپوځ په وينا داکتوبر مياشت کې خيبرايجنسۍ کې هم دخيبرون ون په نوم عمليات پيل کړل شوي چې پکې دلسگونو جنگيالو دوژلو اؤ دهغوي دگڼو ځالو دتباه کولو دعوې شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG