لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر: دتشدد پيښو کې 27 کسان وژل شوي


 ددغو پيښو ذمه واري دداعش مصري څانگې په غاړه اخستې اؤ دزيارت په ورځ ترسره شوې دغه بمي حملې اوسنو مياشتو کې شوې تر ټولو خونړۍ کارروايۍ گرځول کيږي.
ددغو پيښو ذمه واري دداعش مصري څانگې په غاړه اخستې اؤ دزيارت په ورځ ترسره شوې دغه بمي حملې اوسنو مياشتو کې شوې تر ټولو خونړۍ کارروايۍ گرځول کيږي.

دمصر شمالي سيمه سينا کې دتشدد بيلا بيلو پيښو کې دعسکرو په گډون لږ ترلږه ٢٧ کسان وژل شوي دي.

ددغو پيښو ذمه واري دداعش مصري څانگې په غاړه اخستې اؤ دزيارت په ورځ ترسره شوې دغه بمي حملې اوسنو مياشتو کې شوې تر ټولو خونړۍ کارروايۍ گرځول کيږي.

دسينا مرکزي ښار العريش کې دپوځ په مرکزي دفتر، يوه اډه اؤ هوټل شوؤ بمي حملو کې ٢٥ کسان وژل شوي اؤ ٥٨ نور ژوبل شوي دي.

درفع سيمه کې شکمنو جنگيالو په يوه پوځي چوکۍ حمله وکړه چې پکې يو ميجر ووژل شول اؤ شپږ عسکر ژوبل شول، ددې پيښې څخه لږ ساعت وروستو دسويس ښار کې دسړک دغاړې بم چاؤدنه کې يو پوليس افسر ووژل شول اؤ څلور نور ژوبل شول.

پوځ په يو پيغام کې وئيلي چې دتشدد دغه پيښې دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو ردعمل دى.

انصاربيت المقدس نومې تندروه ډلې تيرکال خپل نوم بدل کړى اؤ صوبه سينا يې ايښودى ؤ، دغه ډلې دداعش دملاتړ اعلان هم کړى ؤ، يادې شوې ډلې دټولو پيښو ذمه واري په ټوئټر يو جاري شوي پيغام کې منلې ده.

دامريکا خارجه محکمې مصر کې درامينځته شوؤ پيښو غندنه کړې اؤ يو بيان کې يې وئيلي دي چې دترهه گرۍ دخطرو مخنيوي هڅو کې امريکا دمصر حکومت سره ولاړه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG