لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوازشريف حکومت دمذهبي ازادو تحفظ کې ناکام شوى،ايچ ار ډبليو


 نيويارک کې قائم دايچ ار ډبليو دايشياء ډپټي ډائريکټر فيلم کائن يو بيان کې وئيلي دي چې” دپاکستان حکومت دخپلو وگړو دتحفظ اؤ قانون دواکمنۍ په بنيادي ذمه وارۍ کې ناکاميږي. “
نيويارک کې قائم دايچ ار ډبليو دايشياء ډپټي ډائريکټر فيلم کائن يو بيان کې وئيلي دي چې” دپاکستان حکومت دخپلو وگړو دتحفظ اؤ قانون دواکمنۍ په بنيادي ذمه وارۍ کې ناکاميږي. “

دهيومن رائټس واچ( ايچ ار ډبليو) يو راپور وائي چې په داسې حال کې چې ٢٠١٤م کې دمذهبي اقليتونو په ضد دتشدد څخه ډکې حملې سيوا شوي دوزيراعظم نواز شريف حکومت دمذهبي ازادو دتحفظ په باوري کولو کې ناکام شوى دى.

نيويارک کې قائم دايچ ار ډبليو دايشياء ډپټي ډائريکټر فيلم کائن يو بيان کې وئيلي دي چې دپاکستان حکومت دخپلو وگړو دتحفظ اؤ قانون دواکمنۍ په بنيادي ذمه وارۍ کې ناکاميږي.

هغه وائي دپاکستان حکومت ٢٠١٤م کې دوژنو دمخ په زياتيدونکې شميرې اؤ دمذهبي اقليتونو دپه نخښه کوونکو تندروه ډلو لخواد محکوميت مخنيوي لپاره ډير کم گامونه اخستي

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره خبرو کې پاکستان کې دايچ ار ډبليو مشاور سروپ اعجاز وويل د656 پاڼو راپور کې ايچ ار ډبليو د٩٠ څخه زياتو هيوادونو کې دبشري حقونو دحالت جاج اخستى، هغه وئيلي راپور دزيارت په ورځ په نړيواله توگه جاري شوى دى.

راپور کې ٢٠١٤م پاکستان لپاره زيات دبدنظمۍ کال گرځول شوى چې پکې فرقه ايزې حملې پرته له استثنا څخه دوامداره وې ، شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو له امله لسو لکو څخه زيات خلک بې کوره شول اؤ په سندهـ اؤ پنجاب صوبو کې سختو سيلابونو تباهي خوره کړه.

راپور وائي چې فرقه ايز تشدد اؤ په ځانگړې توگه دمحصورې شيعه ورورولۍ په ضد حملې په ٢٠١٤م کې سيوا وې اؤ زياتوي چې بلوچستان کې دتندروه ډلې لشکرجهنگوي لخوا په شيعه هزاره گانو حملو دوام ولرلو اؤ حکومت په کاميابۍ سره شکمنو کسانو ته په سزا ورکولو اؤ بندي کولو کې په جزوي توگه امنيتي ځواکونو کې ددغه ډلې لپاره دموجودې خواخوږۍ له امله ناکام شوى دى.

دجون په مياشت کې دپاک افغان پولې ترڅنگ تفتان کې دوؤ خودکش حملو کې ٢٤ شيعه زائرين وژل شوي اؤ ١٨ نور ژوبل شوي وؤ، ددغه حملې ذمه واري سُني تندروه ډلې جيش الاسلام په غاړه اخستې وه ، خو چارواکو دې لړ کې څوک نيولي نۀ دي.

دايچ ار ډبليو ترمخه کراچۍ کې اوس هم فرقه اييز تشدد کيږي چې پکې د٢٠١٣م کال دستمبر دمياشتې څخه د٢٠١٤م دستمبر تر مياشتې پورې 750 فرقه ايزې هدفي وژنې رامينځته شوي دي.

راپور کې دعوه شوې چې د١٩٩٠ء راهسې درسالت دسپکاوي په تور لږ ترلږه ٦٠ کسان وژل شوي، درسالت دسپکاوي په تور ١٧ؤ کسانو ته دمرگ اؤ ١٩ؤ ته دعمري بند سزا گانې اورول شوي.

مارچ ٢٠١٤م کې لاهور کې يو عدالت ساون مسيح نومې تن ته درسالت په سپکاوي دمرگ سزا ورکړې، اپريل کې دريوؤ زرو پاريدلو کسانو لاهور کې دعيسويانو دابادۍ په سيمه حمله وکړه اؤ په سلگونو کورونه يې وسيزل، پوليسو ساون مسيح خو نيولى خو دنورو خلکو نيولو کې ناکام شو.

په ٧مه مئ وسله والو رشيد رحمان ، څوک چې يو دبشري حقونو يو وتلى وکيل ؤ، په ظاهري توگه هغه به مذهب دسپکاوي دتورونو سره دمخ کسانو داستازيتوب له امله وژلى ؤ، په کوم وخت چې ښاغلى رحمان وژل کيدو نو هغه ديونيورسټۍ ديو ليکچرر جنيد حفيظ، په چاچې دمذهب دسپکاوي تورونه وؤ اؤ ورته دمرگ دړکې شوې وې، استازيتوب کولو.

اپريل کې ټوبه ټيک سنگهـ کې يو عدالت يوې مسيحي جوړې شفقت اؤ شگفته کوثر ته په شکمنه توگه دمذهب دسپکاوي دپيغامونو په ليږلو دمرگ سزا ورکړه.

دنومبر مياشت کې دپاريدلو خلکو يوې ډلې دقران پاک دپاڼو په سوزولو سره په شکمنه توگه دمذهب دسپکاوي په کولو يوه عيسائي جوړه په وهلو وهلو وژلې وه، دهغوي مړي وروستو په هاغه بهټۍ کې سوزول شوي وؤ چې هغوي به پکې کار کولو.

دجولا ئي مياشت کې گجرانواله کې دمذهب دسپکاوي په تور دپاريدلو خلکو يوې ډلې داحمديانو کورونه سوځيدلي وؤ، درې کسان يې وژلي اؤ ٨ يې نور ژوبل کړي وؤ.

راپور وائي دښځو اؤ جينکو په ضد تشدد، چې پکې زنا باالجبر هم شامل دي، دعزت په نوم قتل، دتيزابو حملې، کورنى تشدد، په زوره ودونه يو معمول دى اؤ دپاکستاني بشري حقونو داين جي او گانو په اړه راپور کې وئيل شوي چې اندازتاً يو کال کې دغيرت په نوم ١٠٠٠ کسان وژل کيږي.

همدغه شان په يوه بده پيښه کې دمئ په مياشت کې دلاهور ديو عدالت مخې ته 25 کلنه فرزانه پروين، دخپلې کورنۍ دغړو لخوا يواځې په دې خبره په کاڼو ويشتو سره دمرگ خُلې ته رسول شوې وه چې هغې دخپلې کورنۍ داجازې نه بغير وادۀ کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG