لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :پينځوؤ اوونو کې 8837 شکمن کسان نيول شوي


 دوزيراعظم هاؤس څخه د جاري شوي بيان ترمخه ټول هيواد کې په مجموعي توگه د13ؤ زرو څخه زياتې دلټونې کارروايۍ ترسره شوي دي.
دوزيراعظم هاؤس څخه د جاري شوي بيان ترمخه ټول هيواد کې په مجموعي توگه د13ؤ زرو څخه زياتې دلټونې کارروايۍ ترسره شوي دي.

پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې ټول هيواد کې د24م دسمبر راهسې دخفيه معلوماتو په اساس ترسره شوؤ کارروائيو کې 8837 شکمن کسان نيول شوي دي.

دوزيراعظم هاؤس څخه د جاري شوي بيان ترمخه ټول هيواد کې په مجموعي توگه د13ؤ زرو څخه زياتې دلټونې کارروايۍ ترسره شوي دي.

تر دې مهاله تر ټولو زيات کسان خيبرپښتونخوما صوبه کې نيول شوي چې شميره يې 4949 ده، ددې ترڅنگ پنجاب څخه 1859، بلوچستان څخه 236، اسلام اباد څخه455، دپاکستان دانتظام لاندې کشمير څه پينځه، گلگت بلتستان څخه 10 اؤ قبائيلي سيمو څخه 188 شکمن کسان نيول شوي دي.

دبيان ترمخه دلاؤډ سپيکر په غلط استعمال خواؤشا درې زره مقدمې درج شوي نزدې دوه زره کسان نيول شوي دي.

دکرکې څخه په ډکو ويناوؤ څلور سوه کسان نيول شوي اؤ نفرت خورونکي مواد هم قبضه کې اخستل شوي.

دسرکاري بيان ترمخه داوؤ زرو څخه دزياتو افغان کډوالو پنجاب اؤ ددريوؤ لکو اؤ شلو زرو څخه دزياتو اندراج بلوچستان کې شوى دى.

چارواکي وائي چې ديو کروړ درې شپيتوؤ لکو موبائيل فون سمونو پخلى شوى اؤ دغه عمل لا روان دى.

په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دطالبانو لخوا دحملې څخه وروستو دهيواد سياسي اؤ عسکري مشرانو داوږدې صلاح مشورې په يوه غونډه کې دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې منظوري ورکړل شوې وه اؤ ددغه تگلارې لاندې ټول پاکستان کې په غيرقانوني توگه دميشتوؤ افغان کډوالو دکوائف داندراج عمل روان دى.

دپاکستان پارليمان دروانې مياشتې په پيل کې د٢١م ائيني بدلون اؤ ارمي ايکټ کې دترميمي بل منظوري ورکړې وه دکوم لاندې چې ترهه گرۍ دککړو کسانو په ضد دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړولى شي.

دپوځي عدالتونو دجوړيدو په ضد اوس اوس سپريم کورټ کې خواست هم جمع شوى په کوم چې سترې محکمې وفاق اؤ صوبو ته نوټسونه جاري کړي اؤ هغوي څخه يې ځواب غوښتى.

پيښور په سکول دحملې څخه وروستو وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دمرگ په سزا عمل درامد هم بحال کړى ؤ چې له دې وروستو تر دې مهاله دهيواد بيلا بيلو زندانونو کې ٢٠ کسان تيزندي کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG