لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوربند دتړون باوجود ٨ عسکر وژل شوي،يوکريني چارواکي


 دغه عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې دزيارت په ورځ د١٦ؤ گينټو دخبرو اترو څخه وروستو ديوکرين، روس ، جرمني اؤ فرانس لخوا بيلا روس کې داوربند په يو تړون لاسليک هم شوى.
دغه عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې دزيارت په ورځ د١٦ؤ گينټو دخبرو اترو څخه وروستو ديوکرين، روس ، جرمني اؤ فرانس لخوا بيلا روس کې داوربند په يو تړون لاسليک هم شوى.

ديوکرين عسکري چارواکي وائي چې ختيز يوکرين کې ترسره شوې جگړه کې ٨ عسکر وژل شوي اؤ ٣٤ نور ژوبل شوي دي.

دغه عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې دزيارت په ورځ د١٦ؤ گينټو دخبرو اترو څخه وروستو ديوکرين، روس ، جرمني اؤ فرانس لخوا بيلا روس کې داوربند په يو تړون لاسليک هم شوى.

ديوکرين دلانجې خاتمې لپاره ديوکرين، روس، جرمني اؤ فرانس مشرانو دزيارت په ورځ په يو تړون اتفاق کړى ؤ دکوم ترمخه به چې د١٤مې اؤ ١٥م فرورۍ په مينځه شپه دشپې ددولسو بجو څخه ختيز يوکرين کې اوربند وشي.

دبيلا روس په پلازمينه منسک کې داوږدو خبرو اترو څخه دترسره شوي تړون مقصد يوکرين کې دروانې خونړۍ جگړې خاتمه ده.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دنړيوالو مشرانو لخوا ختيز يوکرين کې دجگړې ختمولو لپاره دشوؤ هڅو ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي هغه هيله لري چې دزيارت په ورځ بيلاروس کې شوي تړون ته به ټولې خواوې درناوى ولري.

امريکا هم منسک کې دترسره شوي اوربندۍ دنوي تړون هرکلى کړى، امريکائي چارواکو که هر څو دمنسک په غونډه کې گډون نۀ دى کړى خو دسپينې ماڼۍ چارواکو ترسره شوى تړون دلانجې دپرامنه هواري په لوري يو مهم گام بللى دى.

دسپينې ماڼۍ پريس سيکرټري، جوش ارنسټ يو بيان کې وئيلي دي چې دغه تړون دلانجې دپرامنه هواري اؤ تيرکال ستمبر کې مسنک دشوي تړون يوه کړۍ ده کومه چې ديوکرين دخپلواکۍ دبحالۍ په اړه يو مهم پرمختگ دى.

وياند وئيلي دي ددې نوي تړون ترسره کولو لړ کې” مونږ په ځانگړې توگه دجرمن چانسلري انگله مرخيل اؤ فرانسيسي صدر اولا دنۀ ستړو کيدونکو هڅو اعتراف کوؤ“ اؤ په ټولو خواؤ يې دتړون دبشپړ عمل درامد کولو غږ کړى.

بل لوري ته جرمن چانسلري انگله مرخيل خبردارى ورکړى چې يوکرين کې دجنگ بندۍ خاتمې لپاره ترسره شوى تړون که چرې په بشپړ توگه نۀ نافذيږي نو اروپائي اتحاديه به دروس په ضد نور بنديزونه لگوي.

هغې وئيلي داروپائي اتحاديې مشرانو ته يې وئيلي دي چې په روس دبنديزونو مسوده دې تياره وساتي ترڅو دجنگ بندۍ دنفاذ نۀ کيدو صورت کې دغه بنديزونه ولگول شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG