دکرکټ ورلډ کپ دپول اى په دوهم ميچ کې اسټريليا دغوره کارکردگۍ څرگندولو په ترڅ کې انگلينډ ته په ١١١ رنز ماتې ورکړې ده.
دخالي په ورځ ميلبون کې ترسره شوي ميچ کې انگلينډ دټاس گټلو وروستو اسټريليا ته دلمړي بيټنگ کولو بلنه ورکړه چاچې په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې دنهو وکټو په تاوان ٣٤٢ رنز جوړ کړل.
ابتدائي بيټسمين ارون فنچ جارحانه بيټنگ کولو سره ددريوؤ چکو اؤ ١٢ؤ چوکو په مدد سره د١٣٥ رنز اننگز ولوبولو.
ميکسويل ٦٦ اؤ کپتان بيلي ٦٦ رنز جوړ کړل.
دانگلينډ اسټيون فن پينځه اؤ براډ دوه اؤ وواکس يو وکټ ترلاسه کړه.
دبيټنگ څخه وروستو اسټريلوي باؤلرانو هم برطانوي ټيم بې وسه وساتلو اؤ يواځې د٩٢ په مجموعي سکور يې شپږ لوبغاړي اووټ کړل.
دانگلينډ له لوري ټيلر يواځينى بيټسمين ؤ چې دمخالفو باؤلرانو مخې ته کلک اودريدو ، هغه ددوؤ چکو اؤ ١١ؤ چوکو په مدد سره ناقابل شکست ٩٨ رنز جوړ کړل خو هغه هم خپل ټيم دگټې سره مخ نۀ کړل شو.
دانگلينډ ټول ټيم په 41.5 اورونو کې په ٢٣١ رنز اؤټ شو
داسټريليا لخوا مارش پينځه اؤ اسټآرک اؤ جانسن دوه، دوه لوغاړي اوټ کړل، فنچ دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.