لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک چين اقتصادي راهدارۍ لپاره متبادله لار دمنلو جوگه نۀ ده،اى پي سي


دغه ټول گونديز کانفرنس کښې دمخالفوسياسي گوندونو مشرانو سيد خورشيد شاه،افتاب شيرپاؤ،شاه محمود قريشى،حاصل بزنجو، دبلوچستان مشرانو اؤ نورو سياسي مشرانو گډون کړى.
دغه ټول گونديز کانفرنس کښې دمخالفوسياسي گوندونو مشرانو سيد خورشيد شاه،افتاب شيرپاؤ،شاه محمود قريشى،حاصل بزنجو، دبلوچستان مشرانو اؤ نورو سياسي مشرانو گډون کړى.

دعوامي نيشنل پارټۍ لخوا اسلام اباد کې دنهې په ورځ راغوښتل شوي ټول گونديز کانفرنس( اي پي سى) دپاک چين اقتصادي راهدارۍ متبادله لاره مسترد کړې ده اؤ دوړاندې څخه دټاکلې لارې پۀ جنگي بنيادونو دجوړولو غوښتنه يې کړې اؤ خبردارى يې ورکړى چې پۀ دغسې نۀ کولو به سخته کارروائي کولي شى.

پاک چين اقتصادي راهداري دجوړيدو په حالت کې يوه داسې پرمختيائي پروگرام دى چې مقصد يې په جنوبي پاکستان کې گوادر پورټ دچين شمال لويديزې خپلواکه سيمې ژنگ ژانگ سره دگيس اؤ تيلو دټرانسپورټ په غرض دلويو لارو، ريلوى اؤ پائپ لا ئنونو له لارې تړل دي

دغه ټول گونديز کانفرنس کښې دمخالفوسياسي گوندونو مشرانو سيد خورشيد شاه،افتاب شيرپاؤ،شاه محمود قريشى،حاصل بزنجو، دبلوچستان مشرانو اؤ نورو سياسي مشرانو گډون کړى.

دټول گونديز کانفرنس گډه اعلاميه کښې وئيل شوي چې دلارې جوړول دترهه گرۍ پۀ نتيجه کښې داوښتو نقصانونو ازاله کولي شى، ځکه دې دپلاننگ کميشن له لوري دوړاندې څخه دمنتخب شوي روټ په جوړولو په جنگي بنيادونو شروع کړي شى.

کانفرنس ته پخپله وينا کې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان دپاک چين اقتصادي راهدارۍ دلارې وړانديز کړل شوي بدلون رد کړي اؤ حکومت څخه ئې غوښتنه کړې ده چې دې لړ کښې دې داى اين پي انديښنې لرې کړي.

داي اين پي مشر وويل دپيښور دسانحې څخه وروستو دنوازشريف ملاتړ کوونکي سياسي مشران ديوال سره لگولي شى.

اسفنديارولي خبرداري ورکړو چې حکومت دې داى اين پي انديښنې سنجيدگۍ سره واخلي گنې دوهم صورت کښې به ددې نتيجې ښې نۀ وى.

افتاب احمد خان شيرپاؤ ووئيل چې منصوبې نه ترلاسه کيدونکي انوسټمنټ دترهه گرۍ نه پۀ متاثره شوؤ علاقو خرچ کيدل پکار دى.

قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه ووئيل چې حکومت سياسي تعصباتو کښې نښلى اؤ خبردارى يې ورکړو چې د لارې بدلولو سره وفاق ته خطرې پيښيدي شى.

دتحريک انصاف شاه محمود قريشي ووئيل چې ميگاپراجيکټ کښې دې ټولو صوبو ته دگډون احساس ورکړل شى.

همدغه شان مير حاصل بزنجو ووئيل چې دکالا باغ ډيم پشان دا منصوبه هم لانجمنه کولى شى.

څو اوونۍ دمخه دپاکستاني سينيټ دکميونيکيشنز په اړه دقائمه کميټۍ غړو دپاک چين اقتصادي کوريډور په لاره کې دوړانديز شوي بدلون مخالفت کړى ؤ اؤ خبردارى يې ورکړى ؤ چې هغوي به دغه معامله سينيټ ته راوړي اؤ که چرې ياده شوې منصوبه کې دبلوچستان اؤ خيبرپښتونخوا پسمانده سيمې شاملې نۀ کړل شوې نو استعفا گانې به ورکړي.

دکميټۍ چئيرمين ښاغلي داؤد خان اچکزۍ وئيلي وؤ” دپاک چين اقتصادي راهدارۍ اصلي لار دگوادر، کوئټې، ژوب اؤ ډيره اسماعيل خانه نه تيريږي“ خو دپاکستان حکومت ددغه راهدارۍ دلارې دبدلولو څخه انکار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG