امريکا تور لگولى چې روس ديوکرين په اړه دشوي اوربند دتړون څخه سرغړونه کوي اؤ دملگرو ملتونو امنيتي شورا په اتفاق سره داوربند دتړون منظوري ورکړې ده.
دامريکا مرستيال صدر جوبائيډن وئيلي دي چې که چرې روس دتړون څخه سرغړونه دوامداره وساتله نو دا به ورته گرانه پريوځي.
تيره اوونۍ دپيوټن، جرمني، فرانس اؤ يوکرين دمشرانو له لوري داعلان شوي اوربند دتړون باوجود ديوکرين په ياد شوي ښار کې دنهې په ورځ هم سخته جگړه روانه ده اؤ ياغيانو دعوه کړې چې دختيز يوکرين په زياتره سيمه يې قبضه کړې.
په عين حال کې روسي صدر ولاديمير پيوټن په روسي پلوه ياغيانو غږ کړى چې دختيز يوکرين په ديبالستيو سيمه کې گيرو يوکريني عسکرو ته خوندي لاره ورکړي.
پيوټن هيله څرگنده کړې چې ياغيان به نيول شوؤ پوځيانو ته خپلې کورنۍ ته دبيرته ستنيدو اجازه ورکړي.
دملگرو ملتونو امنيتي شورا په سمدستي توگه سيمه کې داوربند اپيل کړى.