لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولو تندروه ډلو په ضد عمليات روان دي، جنرل راحيل


جنرل کياني وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اؤ نورې تندروه ډلې په بشپړ ډول تالا ترغه شوي اؤ دهغوي څخه يوه لويه سيمه پاکه کړل شوې ده.
جنرل کياني وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اؤ نورې تندروه ډلې په بشپړ ډول تالا ترغه شوي اؤ دهغوي څخه يوه لويه سيمه پاکه کړل شوې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ دامريکائي کانگريس يو هيئت ته باور ورکړى چې پاکستان اوس کومه دخوښې ډله نۀ لري اؤ شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات دټولو ترهه گريزو ډلو په ضد روان دي.

دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) کې دسينيټر جيک رئيډ په مشرۍ دامريکائي کانگريس يو هيئت سره خبرو کې جنرل کياني وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اؤ نورې تندروه ډلې په بشپړ ډول تالا ترغه شوي اؤ دهغوي څخه يوه لويه سيمه پاکه کړل شوې ده.

ددغه ليدنې په مهال په پاک افغان پوله په امنيتي صورتحال هم غور وشو اؤ امريکائي هيئت ته وويل شول چې پاک افغان ځواکونه په گډه دتندلارو دځالو په ضد کارروايۍ ترسره کوي اؤ دغو عملياتو کې مهم پرمختگ شوى دى.

جنرل راحيل شريف امريکائي هيئت تيره ورځ کابل ته دخپلې يو ورځني سفر په اړه هم باور کې واخستل اؤ ورته يې وويل چې داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ دسلامتۍ اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي په اړه مرسته سيوا کيږي.

ددغه ليدنې په مهال افغانستان کې په امنيتي وضعه هم خبرې اترې شوي دي.

امريکائي سناتور په دغه مهال دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دهڅو ستائينه وکړه اؤ پاکستان ته يې دکوټلي ملاتړ باور ورکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG