د راپورونو ترمخه د افغانستان په پنجشېر صوبه کې په غرونو د ډېرو واورو ورېدو په نتيجه کې د واورې ښوېدو په پېښو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي دي .
د خبري ادارې اېسوسي اېټيډ پرېس ترمخه په سمدستي ډول چارواکي لا سيمې ته نه دي رسيدلي ، چې د واورې په پېښو کې د وژل شوؤ کسانو د شمېرې کره پخلی وکړي ، خو د وژل شوؤ د شمېرې زياتېدو اندېښنه څرگند کړی شوې ده .
د پنجشېر گورنرعبدالرحمان کبيري وئيلي ، په سيمه کې د واورې ورېدل عامه خبره ده ، خو تېر دوه ورځې ډېره واروره ورېدلې ده .
نوموړي روئټرز خبري ادارې ته وئيلي ، چې مونږ په سيمه کې دومره واورله نه ده ليدلي يا په ۳۰ کاله موده کې دا زياته واوره ورېدلې ده ، هغه زياته کړې که چرته مرکزي حکومت سيمې ته زر تر زره مرستې ونه رسولې نو دا به افت وگرځي .
نوموړي وئيلي ، پېښو کې ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي .
د راپورونو ترمخه سيمه کې ډېر کسان د واورې له امله د کورونو پرېوتو په نتيجه کې د ملبې لاندې گېر شوي دي ، او ډېر په غرونو کې هم حصار شوي دي .
د چارواکو په وينا سيمې ته د امدادي ټيمونو او مرستو رسولو هڅې روانې دي ، خو د ډېرې واورې له کبله د لارو بندېزپه مرستو کې خنډ جوړ دی .
عبدالرحمان کبيري وئيلي ، په سيمه کې هيلي کاپټرې هم کار نه شي کولی ځکه وريځې ډېرې راښکته دي او واوره ډېره زياته ده .
بل لور ته د افغانستان د مرکزي حکومت لخوا وئيل شوي چې د هېواد په شمال کې د واورې ښوېدو د پېښو نه اغېزمندو شوؤ خلکو د چټکو مرستو دپاره يې يوه ځانگړې کميټي جوړه کړې ده .