لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځانمرگي بريد کې دوه کسان وژل شوي


 پوليس وائي چې سحر مهال ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوؤ کې دترکي يو وگړى اؤ يو افغان لاروى شامل دي.
پوليس وائي چې سحر مهال ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوؤ کې دترکي يو وگړى اؤ يو افغان لاروى شامل دي.

دزيارت په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دايراني سفارت خانې سره نزدې دترکي په ديپلوماتيک گاډي ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوه کسان وژل شوي دي.

پوليس وائي چې سحر مهال ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد کې وژل شوؤ کې دترکي يو وگړى اؤ يو افغان لاروى شامل دي.

دکابل دپوليسو وياند هشمت ستانکزئ دپيښې په اړه وئيلي دي چې دترکي دگاډي دپه نخښه کولو په مهال ځانمرگي حمله کوونکى په يو ټيوټا کرولا کې ناست ؤ.

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي پيښه کې دوژل شوؤ کسانو پخلى کړى.

همدغه شان طالبانو ددغه بريد ذمه واري په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې يو حانمرگي په مرکزي کابل کې يو بهرنى کاروان په نخښه کړى اؤ ځان يې الوځولى دى، طالبانو دعوه کړې چې دې بريد کې گڼ شمير بهرنيان وژل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دافغان چارواکو اؤ ډيپلوماټانو له خُلې وئيل شوي چې افغان حکومت په نزدې راتلونکي کې طالبانو سره دخبرو اترو پيل کيدو په اړه هيله من دى ، خو طالبانو افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو اترو پيل کولو څخه انکار کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG