د امريکې خارجه وزير جان کېري وئيلي چې ايران سره د ايټمي خبرو په اړه د اسرائيلي وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو خيال غلط دی .
د اسرائيل وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د شورو په ورځ خپلې پارټۍ "ليکود" غړو ته په وينا کې وئيلي ؤ ، چې امريکا او اتحاديان يي ايران سره رعايت کوي او د خپل هغې دريز نه په شا شوي دي ، د کوم لاندې چې ايران د ايټمي وسلو جوړولو نه په ډډه وساتل شي .
کانگريس ته په يوه وينا کې جان کېري وئيلي چې تهران سره تراوسه پورې شوؤ خبرو په اصل کې اسرائيل محفوظ کړی ، او ايران يي په ايټمي پروگرام کې د پرمختگ نه ودرولی دی .
هغه زياته کړې چې د نېتن ياهو په گډون هغه ټول خلک چې ايران سره روانو خبرو باندې نيوکې کوي ، هغوي شايد نه دي خبر چې دويې څه وايي .
کيري کانگريس ته ووئيل ، " پاليسي دا ده چې ايران ايټمي وسله نه حاصلوي او هر هغه څوک چې چاپېره ټوپونه وهي او وايي چي زمونږ دغه لوظنامه نه ده خوښه ، دوي لوظنامه نه پېژني او تراوسه کومه معاهده نه ده شوې ".
سپينه ماڼۍ د وړاندې نه په دې خبره په قهرده چې د اوباما انتظاميي د خبرولو پرته د جان بوهنز لخوا اسرائيلي وزيراعظم ته کانگرېس ته د وينا بلنه ورکړی شوې ده .
او صدرباراک اوباما د وړاندې نه وئيلي ، چې نېتن ياهو سره به د هغه د دورې په مهال نه ويني ، ځکه چې هغه دا تاثر ورکول غواړي چې هغه د اسرائيل په انتخابونو باندې اثرانداز شي .
اسرائيل کې په راتلونکې مياشت کې انتخابونه کيږي او د بېنجمن نېتن ياهو پارټي پکې هم برخه اخلي .