لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تکريت ازادولو دپاره د عراقي ځواکونو د داعش په ضد عمليات


د عراقي د پوځي کمانډر په وينا د عراق هوائي پوځ فضايي بمباري کړی او په زمکه هم په محاذونو پوځ پېش قدمي کوي .
د عراقي د پوځي کمانډر په وينا د عراق هوائي پوځ فضايي بمباري کړی او په زمکه هم په محاذونو پوځ پېش قدمي کوي .

عراقي پوځ او ملېشيا جنگيالو د گل په ورځ د عراق په جنوب کې د تکريت ښار د داعش نه د قبضې نه خلاصولو دپآره عمليات پېل کړي دي .

د عراقي د پوځي کمانډر په وينا د عراق هوائي پوځ فضايي بمباري کړی او په زمکه هم په محاذونو پوځ پېش قدمي کوي .

تُندروه ډلې داعش تېر کال د جون په مياشت کې په تکريت باندې قبضه کړې وه .

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي د اتوار په ورځ د تکريت د ازادولو د کاروايۍ اعلان کړی ، او د تکريت د ازادۍ په نوم روانو عملياتو د ليدو دپاره نزدې سمارا ښار ته ورغلی ؤ .

العبادي په سني قبائيلو جنگيالو باندې غږ کړی ، چې د داعش ملگرتيا پرېږدي .

سمارا کې خبري غونډې ته په وينا کې نوموړي وئيلي ، چې د سني قبائيلو جنگيالو دپاره دا وروستۍ موقع ده او د هغه په وينا د جنگيالو دپاره به عامه معافي وي .

هغه وئيلي زه هغو ټولو کسانو ته وايم چې په بده لار کړی شوي او يا يي خطا کړې ده ، وسله دې وغورزوي او د خپلو خلکو او ځواکونو ملاتړ دې وکړي چې خپل ښارونه ازاد کړي .

وئيل کيږي چې د زرگونو په شمېره کې د شيعه ملېشې غړي ، ځايي قبائيل او عراقي ځواکونه د تکريت نه د داعش د قبضې لري دپاره يو دي ، او راپورونه وايي په سيمه کې تود جنگ روان دی .

تېره مياشت د امريکې د دفاع يو لوړ پوړې چارواکي وايس اف امريکا سره خبرو کې پخلی کړی ؤ ، چې شيعه ځواکونه په تکريت کې د جگړې دپاره يوځايي کيږي ، خو نېټه يې نه وه په ډاگه کړې چې دغه جگړه به کله پېل شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG