لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنيتن ياهو وينا کې کومه نوې خبره نۀ وه،صدراوباما


صحافيانو سره خبرو کې صدر اوباما باور ورکړو چې ايران سره به بيکاره تړون نۀ ترسره کيږي اؤ دا چې په دغسې صورتحال کې به هغه پخپله نۀ غواړي چې کوم تړون دې وشي
صحافيانو سره خبرو کې صدر اوباما باور ورکړو چې ايران سره به بيکاره تړون نۀ ترسره کيږي اؤ دا چې په دغسې صورتحال کې به هغه پخپله نۀ غواړي چې کوم تړون دې وشي

دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي ددې خبرې ضمانت ورکوي چې ايران سره به دموثره نوعيت تړون کيږي گنې نۀ به کيږي.

ايران سره دجوهري تړون په اړه دامريکا په مشرۍ دهلو ځلو ددفاع کولو په ترڅ کې صدر اوباما وويل چې دداسې ايټمي وسلو دترلاسه کولو په کومو سره چې به ايران اسرائيل ته دړکه کوي، مخنيوي لپاره يو تړون تر ټولو غوره لار ده.

سپينه ماڼۍ کې ددفاع دوزير ايشټن کارټر سره دهغه دلمړۍ بهرنۍ دورې په اړه دبريفنگ څخه دمخه صحافيانو سره خبرو کې صدر اوباما باور ورکړو چې ايران سره به بيکاره تړون نۀ ترسره کيږي اؤ دا چې په دغسې صورتحال کې به هغه پخپله نۀ غواړي چې کوم تړون دې وشي.

اوباما وويل ايران دجوهري وسلو دترلاسه کولو څخه لرې ساتل نۀ يواځې داسرائيل بلکې پخپله دامريکا، سيمې اؤ بين المللي ورورولۍ په گټه دي په کومه معامله چې زمونږ سوچ يو شان دى

هغه وويل وزيراعظم نيتن ياهو دنهې په ورځ امريکائي کانگريس ته دگ په مهال دکومې متبادلې منصوبې خبره ونۀ کړه.

صدر اوباما وويل دکوم ممکنه تړون په صورت کې به په دې عمل درامددزياته سخته بين المللي څارنه کې کيږي.

هغه وويل بيلا بيلو بين المللي اؤ انټلس جنس سرچينو چې پکې پپخله اسرائيلي سرچينې هم شاملې دي، ددې خبرې پخلى کړى چې ايران دجوهرى افزودگۍ عمل منجمد کړى اؤ دا چې ايران مذاکراتو کې مرسته کوي.

هغه وويل دايران جوهري پروگرام په سفارتي توگه غوره طريقې سره هواريدى شي اؤ دا چې دبنديزونو يا پوځي کارروايۍ سره متوقع نتيجې نۀ شي ترلاسه کيدى.

دکانگريس دواړو ايوانونو ته داسرائيلي وزيراعظم دگ په اړه امريکائي صدر وويل ماته دهغه دگ داوريدو موقع ترلاسه نه شوه خو دمتن دکتلو موقع ميلا شوې ، ترڅو چې زۀ وئيلى شم هغه دا ده چې دې کې کومه نوې خبره نۀ وه

صدر اوباما وويل دنيتن ياهو ددې خبرې سره اتفاق کوي چې داسرائيل اؤ امريکا اړيکې پرې کيدى نۀ شي اؤ په دې هم چې سيمه کې دايران هلې ځلې دامريکا اؤ اسرائيل دمفاداتو خلاف دي.

صدر اوباما وويل دې خبرې سره څوک هم اختلاف نۀ شي کولى چې ايران پرله پسې اسرائيل ته دړکې کوي اؤ يهودمخالفه بيانونه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG