لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې دسينيټ په ووټونو لانجه،نورو برخو کې شميره روانه ده


 دقبائيلي سيمو څخه دسينيټ په چوکو هم انتخابات تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.
دقبائيلي سيمو څخه دسينيټ په چوکو هم انتخابات تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

دپاکستاني پارليمان دبرني ايوان( سينيټ) د٤٨ؤ چوکو ټاکنې لپاره قومي اؤ صوبائي اسمبليو کې پولنگ مکمل شوى اؤ دووټونو دشميرلو عمل روان دى، خو په خيبرپښتونخوا ايالت کې دټگۍ دتورونو له امله دپولنگ عمل دځنډ ښکار شوى اؤ دمقرر وخت څخه يې دشپې تر ناوخته وخت غزول شوى دى.

دزيارت په ورځ دپولنگ دشروع کيدو څخه لږ ساعت وروستو اليکشن کميشن فاټا څخه دسينيټرانو دانتخاب په اړه تيره ورځ دجاري شوې صدارتي حکم نامې له امله دپيدا شوؤ شکونو په وجه پولنگ اودرولو اؤ وروستو تر نامعلومې مودې پورې وځنډول شو.

پښتونخوا اسمبلۍ کې دپولنگ داغاز څخه دحکومتي اتحاد اؤ اپوزيشن لخوا په يو بل ددهاندلۍ تورونه ولگول شول اؤ ايوان کې داړي گړي له امله درې ځله دپولنگ عمل ځنډول شوى چې له دې امله صوبائي اسمبلۍ کې دپولنگ وخت تر اتوؤ بجو پورې وغزول شو.

دقبائيلي سيمو څخه دسينيټ په چوکو هم انتخابات تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوي دي.

پښتونخوا اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دگوندونو له لوري ددهاندلۍ دتورونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دسحر لس نيمو بجو راهسې دپولنگ عمل دځنډ ښکار دى.

صوبائي حکومت کې شامل عهديداران وائي چې دحزب اختلاف سره تعلق لرونکو داسمبلۍ غړو په زوره پولنگ اودرولى.

خو دپيپلز پارټۍ اؤ جمعيت علما اسلام( فضل الرحمان) ډلې غړو صوبه کې په واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف تور لگولى چې بيلټ پيپرې يې داسمبلي هال څخه بهر وړې، خو پي ټي ائي دغه تورونه رد کړي دي.

بل لوري ته دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اؤ کانديد حاجي محمد عديل صوبه کې په واکمن گوند پاکستان تحريک انصاف دسينيټ اليکشن کې دبې قاعدگو تور لگولى اؤ وئيلي يې دي چې اليکشن کميشن هم حکومت سره ميلاؤ دى.

خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ميډيا سره خبرو حاجي عديل وويل درايې شمير په خفيه طريقې سره نۀ کيږي، هغه وويل ميډيا ته اسمبلۍ ته ددننه ورتللو اجازه ورنۀ کړى شوه اؤ تور يې ولگولو چې داسمبلۍ دننه تحريک انصاف اؤ ائتلافي گوندونو بيلټ پيپرې بهر راوړي.

دپولنگ دعمل دمکمليدو څخه وروستو قومي اؤ دريوؤ اسمبليو کې دووټونو دشميرلو عمل روان دى اؤ دغيرسرکاري نتيجو ترمخه مسلم ليگ(ن) پنجاب څخه ټولې چوکۍ گټلي دي.

په جنرل چوکو دمسلم ليگ(ن) مشاهدالله، پرويز رشيد، عبدالقيوم، ډاکټر غوث محمد، نهال هاشمي، سليم ضياء، چوهدري تنوير خان اؤ دښځو په چوکو عائشه رضا فاروق اؤ بيگم نجمه حميد اؤ دټيکنو کريټ په چوکو راجا ظفرالحق اؤ ساجد مير کامياب شوي دي.

ددې ترڅنگ داسلام اباد په دواړو چوکو دمسلم ليگ اقبال ظفرجهگړا اؤ راحيله گل مگسي برياليتوب ترلاسه کړى.

سندهـ اسمبلۍ کې دتحريک انصاف څخه بغير ټولو غړو خپل درايې حق استعمال کړى، سندهـ اسمبلۍ څخه په څلورو چوکو دوړاندې څخه دپيپلز پارټۍ اؤ ايم کيو ايم ، دوه ، دوه کانديدان پرته له مقابلې څخه کامياب شوي وؤ، په اوؤ جنرل چوکو دپيپلز پارټۍ پينځه کانديدان اسلام الدين شيخ، رحمان ملک، عبداللطيف انصاري، سليم مانډوي والا اؤ دايم کيو ايم دوه کانديدان خوش بخت شجاعت اؤ ميا محمد عتيق کامياب شوي.

بلوچستان اسمبلۍ کې دووټونو دشميرلو څخه وروستو دغيرسرکاري اؤ غيرحتمي نتيجو ترمخه په جنرل چوکۍ دجى يو ائي(ف) مولانا عبدالغفور حيدري، دنيشنل پارټۍ مير حاصل بزنجو، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ عثمان کاکړ اؤ سردار اعظم خان ، دمسلم ليگ(ن) نعمت الله زهري الله اؤ ازاد کانديد محمد يوسف باديني کامياب شوي دي.

دمخالفو گوندونو لخوا ددهاندلۍ دتورونو مخې ته دراتللو څخه وروستو پښتونخوا اسمبلۍ کې پولنگ دځنډ ښکار شوى اؤ دپولنگ عمل دشپې تر ٨ بجو غزول شوى دى.

دسينيټ انتخاباتو کې پښتونخوا څخه ٢٧، سندهـ څخه ١٢، پنجاب څخه ١٦ اؤ بلوچستان څخه ٢٧ کانديدان شامل دي.

داطلاعاتو ترمخه قومي، سندهـ اؤ دبلوچستان اسمبلۍ کې دپولنگ عمل په پرامنه طريقې سره روان ؤ خو پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلۍ کې داپوزيشن لخوا ددهاندلۍ تورونه مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې دسينيټ دغړو شميره ١٠٤ ده چې پکې دائين مطابق ټولو صوبو ته يو شان ازيتازيتوب ترلاسه دى، برني ايوان لپاره هرې صوبې څخه ٢٣ ، وفاق څخه څلور اؤ دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو دچوکو شمير ٨ دى.

دسينيټ انتخاباتو کې په لويه پيمانه دووټونو داخستو اؤ خرڅولو” هارس ټريډنگ “ خبرونه هم مخې ته راروان دي دکوم دمخنيوي لپاره چې حکومت وړانديز کړى ؤ چې ائين کې دې بدلون کولو سره درايې دخفيه شميرلو شرط ختم کړى شي.

خو په دغه معامله دسياسي گوندونو ترمينځ داتفاق نۀ کيدو په وجه دې لړ کې پرمختگ ونۀ شو اؤ اليکشن کميشن وئيلي دي چې دسينيټ انتخابات به هم درايې دخفيه شميرلو له لارې کيږي.

درايې ورکوونکو لخوا دووټنگ په وخت په موبائيل فون يا هره هاغه اله ځان سره په وړلو بنديز لگيدلى چې عکسونه پرې اخستل کيدى شي.

هيله کيږي چې دسينيټ دانتخاباتو نتيجې به دزيارت دماښام پورې مخې ته راشي.

واکمن گوند مسلم ليگ(ن) سينيټ کې داکثريت ترلاسه کولو اراده لري خو له دې انتخاباتو څخه وړاندې برني ايوان کې دحزب اختلاف گوند پاکستان پيپلز پاټۍ ته اکثريت ترلاسه ؤ.

حکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف يواځې خيبرپښتونخوا څخه دسينيټ انتخاباتو کې برخه اخلي چرته چې دغه گوند حکومت لري، ددغه گوند غړو دقومي اسمبلۍ څخه علاوه پنجاب اؤ سندهـ اسمبلو څخه استعفاگانې ورکړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG